1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيتريوس پر ځان باندي ځني تورونه ومنل

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۱۳, چهارشنبه

د امریکا متحدو ايالاتو د مرکزي استخباراتي ادارې پخواني رئيس جنرال ديويد پيتريوس چي د پټو معلوماتو په نه ساتلو تورن سوی وو، ځيني تورونه ئې ومنل. هغه د خپلي دندې پرمهال ځيني پټ اطلاعات خپلي معشوقې ته ورکړي ول.

https://p.dw.com/p/1EkfD
General David Petraeus
انځور: picture alliance/Photoshot

جنرال ديويد پيتريوس د امریکا متحدو ايالاتو له عدليې وزارت سره توافق ته رسېدلی دئ. پر هغه باندي تور دئ، چي هغه مهال چي دی د امريکا متحدو ايالاتو د مرکزي استخباراتي ادارې «سي آی اې» مشر وو، ځيني محرم اسناد ئې د پاولا برادول په اختيار کي ورکړي ول.

برادول د پيترويس معشوقه او د هغه د ژوند په اړه د کتاب ليکونکې ده.

په هغه وخت کي پيترويس دغه تورونه نه منل، خو د امریکا متحدو ايالاتو فدرالي پوليسو (اف بي آی) د پاولا برادول په کمپيوتر کي دغه شان اسناد وموندل او ضبط کړل، نو ځيني تورونه رشتيا کېدل.

د دغه شان جرمنو سزا لږ تر لږه يو کال بند ده.

اوس چي پيتريوس دغه تورونه منلي دي، نور نو ضرور نه ده چي پر هغه باندي لگېدلو تورونو ته د رسېدگۍ له پاره دي محاکمې وسي.

که چيري هغه محکمې ته ولاړ سي مجبوره دی چي ټول معلومات د قضايي چارواکو او عمومي افکارو په اختيار کي ورکړي.

پتريوس چي «نيويارک ټايمز» ورځپاڼي «د خپل وخت تر ټولو موثره جنرال» بللی دئ، په ۲۰۱۱م کال کي د امريکا متحدو ايالاتو د مرکزي استخباراتي ادارې (سي آی اې) مشر وټاکل سو.

هغه د دغه مشرتوب ترمخه په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو (آيساف) قوماندان وو او تر هغه دمخه پر عراق باندي د جنگړې پرمهال د امریکايي ځواکونو قوماندان وو.

پيتريوس او برادول
پيتريوس او برادولانځور: Reuters