1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوروشينگو پارلمان منحل کړ

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۴, سه‌شنبه

د اوکراین ولسمشر پيترو پورو شينکو تر وخت دمخه پارلماني ټاکنو ته د خپل سولي پروگرام د یوې مهمې برخې په سترگه گوري. خو پوښتنه دا ده چې دا کار به کومه گټه ولري، که نه؟

https://p.dw.com/p/1D19a
انځور: Reuters

د اوکراین ولسمشر پيترو پورو شېنکو، تر وخت دمخه پارلمان منحل کړ. هغه د دوشنبې په ماښام په پلازمېنه کیف کې په دې اړه د یوه فرمان د لاسلیکیدو خبر ورکړ. ویل شوي دي چې په دغه هیواد کې به نوي پارلماني ټاکني د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۶مه نېټه تر سره شي. د اوکراین په ختیځ کې له روسي پلوو بیلتون غوښتونکو سره شخړي ته په اشارې سره د ولسمشر له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي:

«وخت تر مخه پارلماني ټاکني زما د سولې د پلان برخه ده. مهم عنصر له دونباس [ختیځ اوکراین] سره یو سیاسي ډیالوگ دی. له خپل هیواد څخه د دفاع له پاره، رایې پاڼه د وگړو په لاسونو کې تر ټولو پیاوړه وسله ده.»

د روسیې د مرستو د دوهم کاروان په هکله «ستره اندېښنه»

د اوکراین ولسمشر پورو شېنکو د روسیې له خوا د مرستو دوهم کاروان استولو په هکله اندېښنه څرگنده کړې ده. د اوکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکړی دی چې پورو شېنکو، د اروپايي ټولني شورا له مشر هېرمن فان رمپوي، سره په یوه تلیفوني تماس کې د دغې پروژې په هکله خپله «ژوره اندېښنه» څرگنده کړې ده.

زیاته شوې ده چې د اوکراین ولسمشر له فان رمپوي څخه غوښتي دي چې «د اروپا په زړه کې د جگړې د ختمولو له پاره» گډ اقدامات وسي. تر دې دمخه روسیې د اوکراین ختیځ ته د نوو مرستو، چې په لویه کچه شخړه ییزه موضوع ده، د لیږلو اعلان وکړ.

د اوکراین حکومت د معلوماتو له مخې روسي جنگیالي هڅه کوي چې د بېلتون غوښتونکو څخه جلا، د ماريپول په بندري ښار کې د جگړې نوی ډگر پرانیزي. زیاته شوې ده چې په لسونو زغروال موټر د اوکراین خاوري ته وراوښتي دي. د اوکراین د حکومتي ځواکونو د معلوماتو له مخې «نوازوسک» ته څیرمه له حکومتي ځواکونو سره سختي نښتې رامنځ ته شوي دي. زیاته شوې ده چې د سرحدي ځواکونو له خوا تر ښار دباندي د یوه کاروان د ورتگ مخه نیول شوې ده، خو دغه معلومات د آزادو سرچینو له خوا تائید شوي نه دي.

پر دې سربیره د اوکراین پوځ د دوشنبې په ماښام خبر ورکړی وو چې لس روسان یې چې په پراشوټ کې راکښته شوي ول نیولي دي. د اوکراین د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې دغه عسکر چې د روسیې د هوایي قطعې له ۹۸ مرکز سره تړاو لري، په یوه کلي کې نیول شوي دي. دغه کلی د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو د پاخه سنگر دنېڅک ښار سویل ختیځ ته په ۵۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري. ویل شوي دي «دا چې روسي اتباع په وسلو سمبال ول او په غیر قانوني توگه له پولې څخه اوښتي» نو دا کار د جزا وړ عمل دی.

د یاغیانو او لاروف له خوا تردید

د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو مشر اندري پورگین، د روسیې له خوا د ملاتړ رپوټونه رد کړي دي. همداشان د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف یووار بیا دا خبره تکرار کړې ده چې روسيې نه عسکر او نه هم جنگي وسایل د سرحد بلي غاړې ته انتقال کړي دي.

په مېنسک کې د پورو شېنکو او پوتین ملاقات

په پام کې ده چې د سه شنبې په ورځ به د سپیني روسیې په پلازمېنه مينسک، کې د اوکراین ولسمشر پيترو پورو شينکو له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د «یورو آسیا» په نوم گډ اقتصادي اتحاد په یوه غونډه کې وویني. د اروپایي ټولني د بهرنیو چارو مسئولې کاترین آشتون او د ډیرو کمېسارانو په حضور کې به د روسیې، سپېني روسیې او قزاقستان له گمرکي اتحاد څخه د اوکراین د وتلو په هکله خبري وشي.