1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یوه ورځ کې ۳۴۰۰ کډوال ژغورل شوي دي

شمس الرحمن ناصر / آژانسونه۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۳, یکشنبه

د ایټالیې او فرانسې سمندري عمله دا ډول یو بیلانس یوازې د شنبې ورځې له پاره وړاندي کوي. د دې غم خوړل چې مدیترانه په یوې ډله ییزې هدیرې بدل نشي دا یوه عادي خبره گرځیدلې ده.

https://p.dw.com/p/1FJLy
انځور: picture-alliance/AA/Balli
یوازې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د می په دويمه نېټه) د مدیترانې په سمندر کې ۳۴۲۷ تنه کډوال چې په ډ‌یر خراب حالت کې وو ژغورل شوي دي. دغه شمیرې د ایټالیې د سمندري پولو ساتونکي گارد یا څارونکو وړاندي کړي دي.

اکثره کډوال له سوریې او افریقایې هیوادونو څخه د اروپا پر لور روان ول. د سمندري گارد له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې په مجموع کې ۱۶ ژغورونکو بیړیو د ژغورنې په مختلفو ماموریتونو کې ونډه اخیستې وه. د «بېرساګليره» په نامه یوازي د ایټالیې بادباني کشتې ۷۷۸ کډوال او د گزمه کونکي کشتې بیا ۶۷۵ تنه کډوال ژغورلي دي.

دوه تنه شکمن قاچاقبران نیول شوې دي

د فرانسې د سمندري ځواکونو یوې بیړۍ د لیبیا په ساحل کې ۲۱۷ تنه پناه غوښتونکي چې په دریو کشتیو کې سپاره ول ژغورلي دي. لکه څرنگه چې د فرانسې د تولون بندري ښار سمندري څارونکو ویلي دي، د «کماندانت بيروت» په نامه د گزمې کشتې چې د فرونتېکس یا د اروپایې اتحادیې له سرحدونو څخه د حفاظت آژانس تر رهبرۍ لاندي یې ماموریت ترسره کاوه دوه تنه شکمن انساني قاچاقبران نیولي دي.

قاچاقبران په لیبیا کې د کورنۍ جگړې د دوام له خلا څخه په استفادې د هغو بیړیو په وسیله چې په سمندر کې د سفر جوگه نه دي او تر خپلې اندازې ډیر پناهغوښتونکي په کښې بار وي، د اروپا پر لور استوي. یوازې د روان ۲۰۱۵ کال په لومړیو میاشتو کې ۱۷۵۰ تنه انسانو د مدیترانې په سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه شمېر د تیر کال د همدې وخت په پرتله درې برابره لوړ دی. په دې برخه تر ټولو لوې ناورین د ۲۰۱۵ کال د اپریل میاشتې په پای کې د لیبیا په ساحل کې د هغې یوې بیړۍ د غرقیدو له امله رامنځته شو چې تر اندازې ډیر کډوال په کښې سپاره ول. په دغه پيښه کې تر ۸۰۰ ډیرو انسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د کډوالو تر دغې غميزي وروسته د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو مشرانو د اپریل میاشتې په پای کې یوه ځانگړې غونډه جوړه کړه. د دغې بیړنۍ غونډې په ترڅ کې پریکړه وشوه چې د څارونکي ماموریت بودیجه به درې برابره زیاتوي. له هغه وخت راهیسې د دغه ماموریت له پاره هره میاشت ۹ میلیونه ایرو ځانگړي کیږي.

د اروپایې اتحادیې د ماموریت تر څنگ « بې سرحده ډاکټرانو» د کډوالو له پاره د مالتا خیریه بنسټ او د (MOA) سازمان خپل د ژغورنې عملیات په لاره اچولي دي.