1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کوټه کي د دويچه ويله پر خبريال احتمالي بريد

شامل شمس/ سيد رياض۱۳۹۳ اردیبهشت ۲, سه‌شنبه

د پاکستان په کوټه ښار کي د دویچه د اردو ځانگي پر خبریال عبدالغني کاکړ باندي احتمالي بريد شوی دی. څیړونکي وایي چې پاکستاني ژورنالیستان مخ پر زیاتیدونکي توگه د یاغیانو او همداشان د حکومتي قوتونو د بریدونو هدف گرځي.

https://p.dw.com/p/1BmDS

عبدالغني کاکړ (په پورتني انځور کې لیدل کیږي) په کوټه کي له دویچه ویله سره د آزاد خبریال یا فري لانسر په توگه کار کوي. د عبدالغني د وینا له مخې د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د فبرورۍ ۲۰مه) درې وسله والو کسانو چې په موټر کې سپاره ول، دی تعقیب کړی دی او «د ده له موټر سره یې خپل موټر جنگولی دی».

نامعلوم بريد کوونکي پر غني باندی تر ناکامه بريد کولو وروسته تښتېدلي دي. په دغه پیښه کې دوه لارویان ټپيان شوي دي او خپله کاکړ هم سرسري، ټپي شوی دی. د دویچه ویله د «اردو» څانگې خبریال وایي چې له تیرو څو ورځو راهیسې د تلیفون له لارې گواښل کېدی.

خطرناک پاکستان

پاکستان د نړۍ په کچه د خبریالانو له پاره یو له خطرناکو هيوادونو څخه شمیرل کیږي. د «بې سرحده خبریالانو» د ټولنې د رپوټ له مخې په ۲۰۱۳م کال کې ۷ تنو ژورنالیستانو په پاکستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. په ۲۰۱۲م کال کې «یونیسکو» تر مکسیکو وروسته پاکستان «د ژورنالیستانو له پاره په نړۍ کې د دویم خطرناکه هیواد» په توگه درجه بندي کړ.

پر عبدالغني کاکړ باندي تر برید یوه ورځ دمخه د پاکستان یو بل مشهور ژورنالیست او نطاق حامد میر، په کراچۍ ښار کې په مرميو وویشتل شو. ډاکټران وایي چې اوس د هغه روغتیایي حالت د اندیښنې وړ نه دی.

دا په يوه مياشت کي دوهم بريد وو چي په پاکستان کي پر ژزناليستانو باندي ترسره شوی دی. تر حامد میر دمخه پر بل پاکستاني ژورنالیست رضا رومي باندي بريد شوی وو. رضا رومي پر افراطي اسلامپالو باندي د انتقاد کولو له کبله مشهور دی.

څیړونکي په دې آند دي چې دغه پیښې د دې څرگندوي کوي چې په پاکستان کي خبریالان په اوسني وخت کې له څومره خطر سره مخامخ دي.

غیر حکومتي سازمان «ساوت ایشین فري میډیا اسوسیشن» یا (SAFMA) وایي چې د پاکستان د خبریالانو له پاره پر دوو موضوعاتو چې تروریزم او افراطیت دی رپوټ ورکول گران کار دی.

عبدالغني کاکړ نړیوالو او ځایي رسنیو ته په نسبي توگه نا آرامه ایالت بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو غورځنگ او له بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه رپوټونه چمتو کول.

څیړونکي وایي چې د بلوچستان ایالت د خبریالانو له پاره یو تر ټولو خونړۍ سیمه پاتې شوې ده. بلوچستان له افغانستان او ایران سره گډه پوله لري. دغه سیمه نه یوازي د بیلتون غوښتونکو له گواښونو سره مخامخ ده، بلکې د طالبانو او القاعدې په شمول پکې نورې ډیرې اسلامپالې ډلې هم شته.

کاکړ له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې ده د بلوڅ یاغیانو د وسلوالي ډلي له خوا مرگوني گواښونه تر لاسه کول. پر دغه ډلې باندې په پاکستان کې بندیز لگول شوی دی.

څېړنې پیل شوي دي

د ځایي پولیسو د وینا له مخې په اوسني وخت کې د پیښې په اړه پلټني پیل شوي دي. زیاته شوې ده چې دا خبره باید روښانه شي چې آیا دا رښتیا پر کاکړ باندې د برید یوه هڅه وه او که یوازي یوه ترافیکي پیښه.

د بلوچستان د ژورنالیستانو اتحادیې (بي یو جی) پر کاکړ باندي احتمالي برید غندلی دی. د دغه اتحادیې مشر عرفان چندا، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «په تیرو څو کلونو کې، په بلوچستان کې ۳۰ ژورنالیستان وژل شوي دي. زموږ تر احتجاجونو وروسته، بالاخره د بلوچستان ایالتي لومړي وزیر ژمنه وکړه چې یو عدلي کمیسیون به د پیښو پلټنه وکړي.»

د ټولو اړخونو له لوري گواښونه

د کارپوهانو له نظره پاکستاني خبریالانو ته گواښ یوازي د وسله والو ډلو له خوا متوجه نه دی بلکې د دولتي امنیتي ادارو او استخباراتو له خوا هم گواښل کیږي.

د «ساوت ایشین فري میډیا اسوسیشن» څخه امتیاز عالم وایي چې په پاکستان کې د ولتي او غیر دولتي عناصر داوړه د مطبوعاتو د آزادۍ پر ضد دي. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «په پاکستان کې ډیر شمیر ژورنالیستان وژل شوي دي، خو هیڅوک هم د دغو وژنو په اړه د قانون منگولو ته نه دی سپارل شوی. د ژورنالیست سلیم شهزاد د قتل په اړه د عدلي کمېسیون سپارښتني هیڅ عملي شوي نه دي.» ویل کیږي چې سلیم شهزاد په ۲۰۱۱م کال کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی له خوا وژل شوی وو.

پر حامد میر باندي د تر سره شوي برید تور هم د پاکستان پر پوځي استخباراتي ادارې آی اېس آی باندې پورې کیږي. حامد میر د پاکستان په نسبي توگه نا آرامه ایالت بلوچستان کې د زرونو خلکو د لادرکه کیدو په پیښو کې د ممکنه نقش لرلو له پاره د پاکستان پر استخباراتي ادارو او پوځ باندي د نیوکو له پاره مشهور وو. خو د پاکستان پوځ دغه تورونه ردوي.

په مجموع کې د مطبوعاتو د آزادۍ په برخه کې پرمختگ

خو له دې سره سره، کارپوهان په دې اړه هم نظره دي، چې په پاکستان کې رسنۍ له ډیري آزادۍ څخه برخمنې دي. د هغوی په آند پر حکومت، سیاستوالو، پر پوځي او استخباراتي ادارو، په شمول د آی اېس آی باندې نیوکې کولای شي. لس کاله تر مخه دغه کار نه شوای کیدای.