1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندز کې ملیشو ته د وسلو د ورکولو رپوټونه

مسعود جهش (د رویترز خبري آژانس)۱۳۹۴ خرداد ۱, جمعه

افغان حکومت په کندز کې ملیشي چې کنترول يې د سیمه ییزو قوماندانو په لاس کې دی په وسلو سمبال کړي دي، څو له طالبانو سره وجنګیږي. دې موضوع چې افغان ځواکونه په یوازیتوب د طالبانو پر وړاندې نه شي جنګیدای، اندیښنې ډیرې کړې دي.

https://p.dw.com/p/1FULx
انځور: AP

د رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ لیکلي دي چې په کندز ولایت کې اوس د پخوا په پرتله ډیرو ملیشو یا سیمه ییزو پولیسو ته ولسې ورکول کیږي. دغه وسله والې ملیشي د سیمه ییزو قوماندانو له خوا کنترولیږی چې کیدای شي د ولسمشر محمد اشرف غني، هغه هڅې له ستونزو سره مخامخ کړي چې ویل کیږي غواړي په دولت کې د پخوانيو جهادي مشرانو حضور کم او محدود کړي.

د ولسمشر غني ویاند اجمل عبید عابدي، له رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې په کندز کې سیمه ییزو پولیسو ته د وسلو ورکول، په وسلو د پخوانیو مجاهدینو د سمبالولو په معنی نه دي. هغه زیاته کړې ده: «هغه څه چې ورباندې فکر کیږي، د داوطلبو ملکي وګړو له ډلې څخه د یو شمیر کسانو انتخابول دي چې د ترهګرو پر وړاندې له خپل هیواد څخه دفاع وکړي.»

په وروستیو وختونو کې طالبانو پر کندز ښار باندې د کنترول د ترلاسه کولو هڅه وکړه. په دې هڅه کې د دې ډلې په زرونو جنګیالي ښکیل وو او هغوي وتوانیدل چې په تیرو څو کلونو کې تر بل هر وخت ډیر، ښار ته ځان نزدې کړي. رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دې برید لوی والی او د طالبانو پر شا تمبولو کې د افغان ځواکونو ضعف ځکه ډیر د انديښې وړ دي، چې اوس په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت پای ته رسیدلي دي او د دې ائتلاف ډیر شمیر ځواکونو افغانستان پریښی دی.

د کندز والي محمد عمر صافي، ویلي دي چې طالبانو بیا د کندز په څنډو کې په ځینو ځایونو کې موقعیت نیولی دی چې له کبله یې وخت نا وخت د هغوی او افغان ځواکونو تر منځ نښتې رامنځ ته کیږي. هغه عملیات چې په ترڅ کې یې باید جنګیالي له کندز څخه وشړل شي، له دوو اوونیو راهیسې ځنډول شوي دي.

عمر صافي سیمه ییزو پولیسو ته په اشارې سره ویلي دي: «افغان امنیتي ځواکونه کولای شي چې امنیت ټینګ کړي، خو دغه خلک سیمه ښه پیژني او ډیر ګټور دي.»

هغه د رویترز خبري آژانس ته وویل چې شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو چې مشري یې پخواني مجاهدین کوي اوس په وسلو او مهماتو سمبال شوي دي. عمر صافي زیاته کړې ده چې ۱۰۰۰ تنه نور د وسلو د ترلاسه کولو له پاره چمتو دي. دغه سیمه ییز ځواکونه په کندز کې د افغان امنیتي قواوو ملاتړ کوي چې دوه اوونۍ مخکې یې شمیر ۱۲۰۰۰ تنو ته رسیده. خو پوځي چارواکي وایي چې اوس ښايي د دغو ځواکونو شمیر کم شوی وي.

د لا ډیرو ناامنیو ګواښ

په داسې حال کې چې کیدای شي په کندز کې له پخوانیو مجاهدینو څخه مرسته اخیستو ګټه کړې وي، خو کارپوهان بیا ګواښ کوي چې دغه کار کیدای شي ناامنیو ته لمن ووهي، ځکه د هغو کسانو په ډله کې چې د ملیشو مشري پر غاړه لري داسې کسان هم شامل دي چې پرې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو تورونه لګول شوي دي.

انتقاد کوونکي وایي چې د ځینو ډلو تر منځ پخواني رقابتونه او دښمنۍ هم کیدای شي چې یو ځل بیا تودې شي چې له کبله به یې په دې ولایت کې ناامنۍ ډیرې شي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د څار سازمان کارپوه پاتي ګروسمن، وایي: «هغوي [ملیشې] په سیمه کې زورواکانو ته ځواب وایی، نه د یوې واحدې قوماندانۍ اوامرو ته.»

د افغانستان د څیړونکو له شبکې څخه توماس روتیک، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ د نورو ملیشو رامنځ ته کول کیدای شي د افغانستان له بې ثباتۍ سره مرسته وکړی. هغه زیاته کړې ده: «اوس دغه سیمه ییز قوماندانان د دولت ملاتړ کوي، خو موږ نه پوهیږو چې هغوی به تر دې وروسته څه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې لا وختې د بشري حقونو ځینو سازمانونو پر سیمه ییزو پولیسو باندې د سرغړونو تورونه لګولي دي. له بلې خوا یو شمیر هغو سیمه ییزو قوماندانانو چې باید خپل ځواکونه یې لا وختي منحل کړي وای، په دې کار لاس نه دی پورې کړی او دغه ځواکونه او وسلې یې له ځان سره ساتلي دي.

د مرستې په لټه کې

د کندز والي بیا ‌ډاډ څرګندوي چې هغه به ملیشې دولت ته وفاداره وساتي او دا چې د دولت په چوکاټ کې د هغوی له شاملیدو سره به ورباندې د کابل کنترول هم ډیر شي. هغه وايي: «ډیر شمیر مجاهدین له دولت څخه ناخوښه وو نو له دې کبله موږ هڅه وکړه چې هغوی یوه منظم چوکاټ ته راداخل کړو.»

مسعود چهار دره، یو پخواني جهادي قوماندان دي چې اوس د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د سلو کسانو مشري کوي. هغه وایي: «موږ ډیر وخت په تمه وو چې دولت به طالبان له منځه یوسي. خو دا کار و نه شو. دولت له موږ څخه مرسته وغوښته. موږ یو څه زړې وسلې لرلې او نورې نوې مو له دولت څخه ترلاسه کړې او په دې کار مو لاس پورې کړ.»