1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په کندز کي ۲۰۰ ياغيان وژل سوي»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۹, چهارشنبه

افغان امنيتي چارواکو ويلي دي چي د کندز تر ښار دباندي او د دغه ولايت په ولسواليو کي ئې د وسله والو ډلو پرضد عمليات پيل کړي دي. بله خوا د امريکا پوځ ويلي دي چي کندز ته ئې جنگي الوتکي لېږلي دي.

https://p.dw.com/p/1FH7L
انځور: picture-alliance/dpa/J. Karger

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي دي چي د افغانستان شمال ته له پاکستان څخه ياغيان راغلي دي. د هغه په خبره په دغو ياغيانو کي دباندني تروريستان هم شامل دي.

په کندز کي له څو ورځو راهيسي د وسله والو طالبانو او افغان امنيتي ځواک تر منځ جنگ روان دئ. تيره ورځ ويل سوي ول چي د کندز ښار په ۷ کيلومترۍ کي د پوليسو يوه پوسته هم وسله والو ياغيانو نيولې ده.

بله خوا له هغو سيمو څخه چي جنگ پکښې روان دئ په زرونو کورنۍ وتلي دي او ځانونه ئې د کندز ښار ته رسولي دي.

د کندز د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې رئيس عبدالسلام هاشمي ويلي دي چي په دغو جنگونو کي تر اوسه پوري نزدې ۲۰۰۰ کورنۍ بې ځايه سوي دي.

د دغه ولايت د پوليسو وياند سيد سرور حسيني د چهارشنبې په ورځ وويل چي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي ۳۰ تنه ياغيان وژل سوي او ۴ تنه نور ټپيان سوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي دي چي د کندز په جنگ کي تر ۲۰۰ زيات وسله وال طالبان وژل سوي دي او افغان امنيتي ځواک هم ۱۲ تنه قرباني ورکړې ده.

کندز ته امريکايي جټ الوتکي لېږل سوي

په افغانستان کي مېشتو امريکايي ځواکونو ويلي دي چي کندز ولايت ته ئې جنگي جټ الوتکي لېږلي دي. د امريکا پوځ دا نه دي ويلي چي ولي ئې کندز ته جټ الوتکي لېږلي دي. خو دا ئې تائيد کړې ده چي دغه ماموريت له عادي عملياتو څخه جلا دئ.

د کندز ولايت چارواکو څو ورځي دمخه له کابل څخه غوښتي ول چي که پر وخت مرسته ور ونه رسیږي کيدای سي چي دغه ولايت په بشپړه توگه د وسله والو طالبانو په کنترول کي سي.

د دغه ولايت د چهار درې ولسوالۍ اوسېدونکو ويلي دي چي سيمي ته ئې داسي جنگيالي راغلي دي چي له ځايي طالبانو څخه جلا دي.

اوس هم په کندز کي د وسله والو ياغيانو او افغان امنيتي ځواک تر منځ جنگ روان دئ. دويچه ويله به کوښښ کوي چي په کندز کي د روان وضعيت په اړه هره ورځ راپورونه مرکې او شنني خپرې کړي.