1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې ځانمرگي برید مرگ ژوبله اړولې

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آذر ۶, پنجشنبه

په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د بریتانیې د سفارت پر یوه موټر باندې ځانمرگی برید شوی دی. په دغه برید کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او شا او خوا ۳۰ تنه ټپیان دي. طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/1DuPh
انځور: Reuters/O. Sobhani

د ورکړل شویو رپوټونو له مخې د پنجشنبې په سهار یوه ځانمرگي برید کوونکي چې پر موټرسایکل سپور وو، د بریتانیې د سفارت پر یوه موټر باندې برید وکړ. په برید کې د مرگ ژوبلې په هکله بېلابیل رپوټونه ورکړل شوي دي.

د فرانس پرس خبري آژانس په دغه برید کې د دوو ملکي کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکړی دی خو یو شمیر نورو خبري آژانسونو بیا د درو او پنځو تنو ملکي وگړو د وژل کیدو او تر ۳۰ زیاتو د ټپي کیدو رپوټونه ورکړي دي.

دا په تیرو درو ورځو کې په پلازمینه کابل کې دوهم برید دی چې تر سره کیږي
دا په تیرو درو ورځو کې په پلازمینه کابل کې دوهم برید دی چې تر سره کیږيانځور: Reuters/O. Sobhani

دغه برید په کابل کې تر هغې یوې چاودنې درې ورځې وروسته تر سره کیږي، چې په پایله کې یې دوه امریکایي سرتیري وژل شوي وو. د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې وروستۍ چاودنې په افغانستان کې نازکه امنیتي وضعیت ښيي. دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال تر پایه به ټول بهرني جنگیالي سرتیري له افغانستان څخه وځي.

د پیښې په ځای کې یوه افغان پولیس د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه برید کې د بریتا سفارت یوه موټر ته زیان ته اوښتی دی او ټپیان روغتون ته د درملنې له پاره وړل شوي دي. د بریتانیې د سفارت یوه ویاند د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «د بریتانیې د سفارت پر موټر باندې برید شوی دی. ځیني کسان په کې ټپیان شوي دي. موږ له افغان چارواکو سره په گډه پلټنه کوو.»

په وروستۍ وختونو کې یاغیانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی
په وروستۍ وختونو کې یاغیانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دیانځور: Reuters/O. Sobhani

د رویټرز خبري آژانس د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د ویاند کنیشکا ترکستاني، له قوله لیکلي دي چې په دغه برید کې لږ تر لږه پنځه ملکي کسان وژل شوي او نور ۳۴ بیا ټپیان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ایوب سالنگي ویلي دي چې ځانمرگی برید کوونکی پر موټر سایکل باندې سپور وو او د کابل په ختیځ کې په «گرین ویلج» یا نړیواله زرغونه حوزه کې دغه چاودنه رامنځ ته شوې ده.

د طالبانو ویاند په یوه لنډ پیغام کې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.