1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې دوو ځانمرگو بریدونو شپږ تنه ووژل

مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۹, چهارشنبه

د رپوټونو له مخې په کابل کې طالب یاغیانو دوه ځانمرگي بریدونه کړي دي چې لږ تر لږه شپږ تنه ېې وژلي دي. دغه دوه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې تر سره کیږي چې نوي افغان حکومت له واشنگټن سره امنیتي تړون لاسلیک کړ.

https://p.dw.com/p/1DO3X
انځور: Reuters/Omar Sobhani

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت معین بصیر سالنگي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې لومړی برید د کابل په کارته چهار سیمه کې رامنځ ته شو چې په ترڅ کې یې یوه ځانمرگي برید کوونکي شپړ دولتي کار کوونکي ووژل: «د کارته چهار په سیمه کې پر یوه موټر باند چې د ملي اردو پرسونل یې لیږدوه ځانمرگی برید وشو. په دې پیښه کې شپږ هیواوال وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.»

د سالنگي په خبره دویم ځانمرگی برید هم د ملي اردو پر پرسونل باندې شوی دی. د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت معین وویل چې په دغه برید کې له چاودیدونکو توکو یو ډک موټر ته انفجار ورکړل شوی چې له کبله یې یوازې درې کسان ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له خبري آژانسونو سره په مرکه کې د کابل د پولیسو د جنايی تحقیقاتو مشر فرید افضلي، ویلي دي چې د لومړي برید په پایله کې اووه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه ځانمرگي بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې تر سره کیږي چی د افغانستان د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي حکومت له امریکا متحده ایالاتو سره امنیتي تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم نړیوال ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

د فرانسې خبري آژانس د طالبانو د یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په حواله لیکلي دي چې دغې ډلې ژمنه کړې ده چې د کابل ـ واشنگټن تر منځ د تړون تر لاسلیکیدو وروسته به خپلو بریدونو ته زور ورکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت معین بصیر سالنگي، له دویچه ویله سره په خبرو دغه تړون د افغانستان په گټه وباله او ویې ویل: «د افغانستان د خلکو د سولې او آرامي دښمنان هیڅ کله د هغوی هوسایي، سعادت، کامیابي او له نړیوالې ټولنې سره اړیکې نه غواړي. دغه کسان هر څه له خپل نظره ویني.»

تر دې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، له امریکا متحده ایالاتو سره د امنيتي تړون له لاسلیکولو څخه ډډه کړې وه او د هغه له پاره یې ځیني شرطونه ټاکلي وو. دغه ټړون تر ډیر ځنډ وروسته د سه شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت د مشار حنیف اتمر، له خوا په کابل کې د امریکا له سفیر، او د ناټو له ملکي استازی سره لاسلیک شو. په دې ترتیب سره به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۵۰۰ بهرني سرتیري میشت وي چې یو شمیر به یې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې چارې پر مخ وړي.

د طالبانو ویاند د کابل په ننیو بریدونو کې د شل کسانو د وژل کیدو ادعا کړې ده خو دغه ډله تل په خپلو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمیر لوړ ښیي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب