1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې ځانمرگی برید شوی

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۷, پنجشنبه

په کابل کې یوه ځانمرگي برید کوونکي د ترکیې د سفارت موټر په نخښه کړی دی. د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې دغه پیښه د ایران د سفارت مخې ته رامنځ ته شوې ده. طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستي دی.

https://p.dw.com/p/1Ei2P
انځور: Reuters/Mohammad Ismail

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې د پنجشنبې په سهار وختې د گڼې گوڼې پر مهال یوه ځانمرگي برید کوونکي د چاودیدونکو توکو ډک موټر د ترکیې د سفارت یوه موټر ته څیرمه چولی دی. د اسوشیتد پرس خبري آژانس د افغانستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر محمد ایوب سالنگي له قوله لیکلي دي چې د ترکیې د سفارت موټر ته زیان اوښتی دی او دوی د مرگ ژوبلې اټکل کوي. زیاته شوې ده چې سالنگي د ایران د سفارت د ودانۍ د باندې خبریالانو ته وویل: «هدف د ترکیې د سفارت موټر وو، یو نفر ټپي شوی دی او ښایي موټروان وژل شوي وي.»

دغه ځانمرگی برید د ایران د سفارت د ودانۍ د باندې تر سره شوی دی، کوم چې د ترکیې د سفارت په گاونډ کې پروت دی. د طالبانو ویاند رسنیو ته په یوه لنډ پیغام کې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی او ویلي یې دي چې د دغه برید هدف «د بهرنیانو د موټرو د کتار» په نخښه کول وو.

د اسوشیتد پريس په وینا په تلویزون کې داسې انځورونه خپاره شوي دي چې په کې دوه تور رنگه مرمۍ ضد موټرې لیدل کیږي، چې د ترکیې د سفارت نمبر پلیټونه لري او په وینا یې له دغه موټر څخه یو ټپي تن راایستل کیږي. دا په پلازمینه کابل کې د ترکیې د سفارت پر موټر کوم لومړنی برید دی.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په دغه ځانمرگي برید کې بیا لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي. نوموړي خبري آژانس د پولیسو له قوله لیکلي دي چې په دغه پیښه کې یو ترکي وگړی او یو افغان لاروی وژل شوي دي.

دغه خبري آژانس د کابل پولیسو د ویاند حشمت ستانکزي له قوله لیکلي دي چې ځانمرگي برید کوونکي یو کرولا ډوله موټر چلوه او د ترکیې د سفارت موټر یې په نخښه کړی دی. د کابل د پولیسو مشر عبدالرحمان رحیمي په دغه برید کې د دوو کسانو وژل تائید کړي دي.

دا په کابل کې د جنورۍ له میاشتې راهیسې په هغه سیمه کې چې ډیر سخت امنیتي تدابیر په کې نیول شوي وي، کوم لومړنی برید دی چې تر سره کیږي. په دغه خوندي سیمه کې د جنورۍ په میاشتې کې د اروپایي ټولنې د پولیسو پر یوه کاروان باندې برید شوی وو، چې په کې یو لاروی وژل شوی وو.

دا برید په داسې یوه وخت کې تر سر کیږي چې افغان حکومت هیله مند دی چې له طالبانو سره به په نزدې راتلونکي کې د سولې په هکله خبرې اترې پیل شي.