1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کی ځانمرگي بريد درې عسکر وژلي دي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مهر ۱۰, پنجشنبه

په کابل کي د ملي اردو عسکر پر يوه سرويس باندي په ځانمرگي بريد کي درې تنه عسکر وژل سوي او لس تنه نور ټپيان سوي دي. دا په تيرو درو ورځو کي دريم بريد دی چي په کابل کي ترسره کيږي.

https://p.dw.com/p/1DOdX
په کابل کي د ملي اردو عسکرو پر سرويس باندي د چهارشنبې ورځي بريد
انځور: Reuters/Omar Sobhani

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي د کابل په لوېديځ کي د ملي اردو عسکرو لېږدونکي موټر ته نژدې ځانمرگي بريد کوونکي د چاودېدونکو موادو ډک موټر چولی دی.

د دفاع وزارت د وياند مرستيال دولت وزيري، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي «د ملي اردو عسکرو پر سرويس باندي ځانمرگی يرغل تائيدوي». هغه زياته کړې ده: «په پيښه کي درې تنه عسکر وژل سوي او اته تنه نور ټپيان دي.» د ملکي وگړو د مرگ ژوبلي په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويل سوي.

پيښه د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اکتوبر ۲مه) سهار وختي د دار الامان ماڼۍ ته څيرمه په داسي حال کي رامنځ ته سوې ده چي د ملي اردو عسکر خپلو دندو ته روان ول.

د بريد پړه د وسله والو طالبانو یوه وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يوه لېږل سوي پيغام کي پرغاړه اخيستې ده. په افغانستان کي له دوشنبې ورځي راهيسي چي نوي جمهور رئيس اشرف غني احمد زي په کار پيل کړی دا دريم يرغل دی چي په کابل کي ترسره کيږي.

د چهارشنبې په ورځ سهار وختي هم په کابل کي د ملي اردو عسکرو پر يوه سرويس باندي په ځانمرگي بريد کي ۱۱ کسان ووژل سول.

له هغه وروسته چي د سه شنبې په ورځ افغان حکومت له امريکا متحدو ايالاتو سره دوه اړخيز امنيتي تړون او له ناټو سره د پوځي حضور تړون لاسليک کړ وسله والو طالبانو د خپلو بريدونو د ډېرېدو گواښ وکړ.

د دغه تړون له مخي به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کي نزدې ۱۰۰۰۰ امريکايي عسکر پاته سي او ناټو به د يوه نوي ماموريت په چوکاټ کي چي موخه ئې د افغان ځواکونو روزل او تجهيز ښوول سوې ده په افغانستان کي پوځي حضور ولري.