1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي ځانمرگي د ناټو درې عسکر وژلي دي

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۲۵, سه‌شنبه

ناټو ويلي دي چي په کابل کې يې د نن سهار په ځانمرگي بريد کي درې تنه عسکر وژل سوي دي. په دغه پيښه کي ۱۳ ملکي افغانان هم ټپيان شوي دي. د پيښي مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/1DCmH
انځور: Reuters/Omar Sobhani

د ورکړ شوو راپورونو له مخي دغه ځانمرگی برید د سه شنبې په سهار شاوخوا اتو بجو تر سره شوی دی. په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له خوا په يوه خپره شوې وینا پاڼه کې ویل شوي دي چې په دغه برید کې د دوی درې تنه عسکر وژل شوي دي. پر دې سربیره د پنځو بهرنیو عسکرو د ټپي کیدو رپوټونه هم ورکول کیږي.

تر دې د مخه د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل راپور کې د کابل د جنایي پولیسو د مشر فرید افضلي له قوله لیکلي وو چې یوه ځانمرگي برید کوونکي د بهرنيانو د موټرو کاروان په نخښه کړی دی. خو هغه ویلي دي چې په اوس وخت کې په دې اړه معلومات نه لري چې په دغه کتار کې د کومو هیوادونو وگړي شامل دي.

دغه چاودنه په کابل کې د هوايي ډگر پر سړک رامنځ ته شوې ده. په لومړي سر کې په دغه چاودنه کې یوازې د ۱۳ کسانو د ټپيانېدو راپور ورکړل شوی وو.

پيښه د امریکا سفارت ته پرغځېدلي سړک باندي رامنځ ته سوې ده
پيښه د امریکا سفارت ته پرغځېدلي سړک باندي رامنځ ته سوې دهانځور: Reuters/Omar Sobhani

د فرانسې خبري آژانس په خپل راپور کې لیکلي دي چې د چاودني په پایله کې یوه موټر ته زیان اوښتی دی. دغه خبري آژانس د فرید افضلي له قوله لیکلي دي: «دا یو ځانمرگي برید وو چې د هوایي سړک په اوږدو کې یې د بهرنیو ځواکونو د موټرو کاروان په نخښه کړی دی.»

بله خوا وسله والو طالبانو خبریالانو ته په یوه استول شوي لنډ تليفوني پيغام کې د دغه برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. د چاودني ځای ته څیرمه د امریکا متحدو ایالاتو سفارت هم پروت دی. د سفارت کارکوونکو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه برید په داسي وخت کې تر سره کیږي چې د افغانستان ولسمشرۍ ته دواړه کاندیدان د یوه ملي حکومت د جوړیدو پر سر نن یووار بیا سره ویني.