1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي ځانمرگي بريد ۴ تنه نيپالي ساتونکي وژلي دي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ تیر ۳۱, سه‌شنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چي پر موټر سايکل سپاره يوه ځانمرگي بريد کوونکي د پوليسو په يوه کمپ کي څلور تنه بهرني ساتونکي وژلي او شپږ تنه نور يې ټپيان کړي دي. د پيښي پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې ده.

https://p.dw.com/p/1CgQ0
انځور: Reuters

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال جنرال ايوب سالنگي ويلي دي چي يوه ځانمرگي بريد کوونکي د افغان حکومت د بهرنيو سلاکارانو د اوسېدو سيمه او له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د مرستيال دفتر په نخښه کړی وو.

د کابل د پوليسو وياند سيد مهدي کاظمي ويلي دي چي دغه ځانمرگی بريد کوونکی په دې توانېدلی وی چي کمپ ته د ورننوتلو دروازې ته ځان ورسوي او هلته له چاودېدونکو موادو ډک موټرسايکل ته چاودنه وکرکړي.

تر دې دمخه د کابل امنيې قوماندان ظاهر ظاهر ويلي دي چي «نن د سه شنبې په ورځ سهار وختي د باندنيانو په يوه کمپ کي دننه ځانمرگی بريد وسو، څلور تنه بهرنيان يې ووژل او شږ تنه نور ټپيان دي.»

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نجيب دانش هم ويلي ول چي د دوی پلټونکی ټيم سيمي ته رسېدلی، څو معلومه کړي چي دغه کس څرنگه توانېدلي دی چي دغه کمپ ته دننه سي.

دانش د وژل سوو بهرنيانو د شغل او مليت په اړه ويلي دي چي وژل سوي او ټپيان سوي کسان نيپالي ساتونکي دي. ناټو هم تر اوسه پوري په دې اړه له نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده.

د کورنيو چارو ورازت د فرانسې خبري آژانس ته ويلي ول چي دغه کمپ د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې په ورازت پوري اړه لري. خو دوی په دې نه پوهيږي چي وژل سوي کسان د دغه وزارت سلاکاران دي که نور څوک.

خو بله خوا بيا د افغان حکومت يوه بل چارواکي ويلي دي چي دغو وژل سوو بهرنيانو له يوه خصوصي قراردادي شرکت سره کار کاوه.

د پيښي پړه طالبانو پرغاړه اخيستې

وسله والو طالبانو د يوه پېژندل سوی تويتر اکونټ له لاري د بريد پړه منلې ده او ادعا يې کړې ده چي دغه بريد يې د بهرنيانو د اطلاعاتو په يوه مرکز کي ترسره کړی دی.

وسله وال طالبان چي هر وخت د مرگ ژوبلي تعداد زيات ښيي دا وار يې هم ادعا کړې ده چي په دغه بريد کي يې «۱۵ نهرنيان» وژلي دي.