1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د نوروز جشن ته چمتووالی

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ اسفند ۱۲, دوشنبه

کابل سږ کال د نوروز کوربه دی او د دغي ورځي د لمانځنې له پاره تیاری نیول شوی دی. پلان شوې ده چې د ۱۴ هیوادونو ولسمشران او دیپلوماتان به په دغو مراسمو کې گډون وکړي.

https://p.dw.com/p/1BIdw
انځور: DW/H.Sirat

افغان حکومت له څو میاشتو راهیسې د پغمان پر تپې باندي کار پیل کړی دی او یو لوی تفریح ځای یې جوړ کړی دی. د پغمان پر تپه باندي همداراز یوه درې پوړیزه ودانۍ هم جوړه شوې ده چې د ۶۰۰ تنو مېلمنو گنجایش لري.

نندارې او ننداتونونه

د چشن له پاره د پغمان تپې په چمتو کولو کې څو وزارتونه ونډه لري. پلان شوې ده چې د نوروز جشن پر مهال فرهنگي، اقتصادي، زراعتي او ورزشي نندارتونونه هم جوړ شي. ولسمشر کرزي د ژمي په لومړیو میاشتو کې د دغه تفریح ځای لیدنه وکړه، څو ځان په دې خبره باندي ډاډه کړي چې کابل نړیوالو مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو له پاره پوره چمتوالی لري او که نه.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت مرستيال جلال نوراني، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د افغانستان په پلازمېنه کې د نوروز د ښه لمانځلو له پاره لازم تدابیر نیول شوي دي. پلان شوې ده چې یو کمېسیون ته دنده وسپارل شي چې پکې به د بیلابیلو وزارتونو استازې ونډه لري.»

د افغانستان د ښارونو د جوړولو وزارت د پغمان پر تپه باندي د ودانۍ او همداراز نورو ساختماني فعالیتونو مسوولیت پر غاړه لري. د زراعت وزارت او کابل ښاروالي باید دغه تپه سمسوره وساتي. پر دې سربیره د افغانستان د ښځو او سوداگرۍ وزارتونه بیا د نوروز د مراسمو پر مهال د نندارتونو د جوړولو مسوولیت لري.

په دې تفریح ځای کې د ولسمشرانو له پاره ځانگړی ځای په پام کې نیول شوی دی. پر دې سربیره د وز لوبې او نورو ورزشونو له پاره هم خاص ځایونه پام کې نیول شوي دي. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت په حواله د جشن پر مهال به بېلابېلې نندارې جوړي شي.

ښاغلي نوراني وویل: «زموږ فلمونه تیار د ي. زموږ د ملي تیاتر ډلي هم دوه درې نندارې جوړې کړې دي. موسیقي او اتڼ هم شته. بدخشي، هزاره گي، د افغانستان د لویځ او مدرنه موسیقي مو هم تیاره کړې ده.»

فرهنگي غنا

دا لومړی ځل دی چې په کابل کې د نوروز جشن ته په دومره لوړه کچه تیاري نیول کیږي. په افغانستان کي هر کال د نوروز جشن ته په مزارشريف ښار کې پراخ مراسم نيول کيږي او لمانځل کيږي. خو د کابل اوسیدونکي د افغان حکومت د دې اقدام هرکلی کوي.

د دې ښار یو اوسیدونکی عبدالله بکتاش، وایي چې په دې سره به په کابل کې کاروبار هم ښه شي: «دا زموږ د نیکونو یو ډیر پخوانی دود دی چې تر یوه حده پورې هیر شوی وو. خو په تیرو کلونو کې به هم کورنیو نوروز لمانځه. اوس چې افغان حکومت پریکړه کړې ده چې دغه جشن په لوړه کچه ولمانځي نو ډیر گټور ثابتیدای شي.»

له بلې خوا د کابل یو شمیر اوسیدونکي د نوروز د مراسمو پر مهال د امنیتي پېښو د رامنځ ته کیدو په اړه اندېښنه لري. حفیظ الله چې د کابل اوسیدونکی دی وایي چې که امنیتي وضعیت ښه وي ډیر خلک به په دغو مراسمو کې گډون وکړي:

«دولت خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی او خلک د امنیتي پېښو د رامنځ ته کیدو ویره لري. که امنیت وي ډیر شمیر کسان دغو مراسمو ته ورځي.» افغان حکومت وایي چې د پغمان تپې پر چمتو کولو باندي يې شپږ میلیونه ډالر مصرف کړي دي. د پغمان د تپې تفریح ځای په ۳۸۵ جریبه ځمکه کې جوړیږي.