1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پيښور کي پر يو ښوونځی يرغل ۱۲۶ انسانان وژلي دي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آذر ۲۵, سه‌شنبه

په پيښور کي وسله والو طالبانو پر يو ښوونځی باندي يرغل کړی، ډير زده کوونکي وژل سوي او ټپيان سوي دي. طالبانو ويلي دي چي پر دغه ښوونځی ئې ځکه بريد کړی دی چي پوځيان د دوی پر کورنيو باندي يرغلونه کوي.

https://p.dw.com/p/1E5Qs
انځور: Reuters/K. Parvez

له پيښور څخه د ورکړل سوو راپورونو په حواله په دغه ښار کي پر يو ښوونځی باندي د وسله والو طالبانو په يرغل کي نژدې ۹۵ انسانان وژل سوي دي چي ډېر ئې زده کوونکي دي.

د خيبر پښتونخوا اعلی وزير پرويز خټک رسنيو ته ويلي دي چي د پښور په دوو روغتونونو کي د ۸۴ زده کوونکو مړي پراته دي.

بله خوا بيا د پيښور د يوه روغتون وياند ويلي دي چي له دوی سره د ۲۶ کسانو مړي پراته دي، په داسي حال کي چي بيا د فرانسې خبري آژانس په دغه ښار کي د پوځي روغتون په حواله ويلي دي چي له دوی سره د ۶۹ انسانانو مړي پراته دي.

وروستي راپورونه وايي چي په دغه يرغل کي ۱۲۶ انسانان وژل سوي چي ډيری ئې زده کوونکي دي او ۱۲۲ نور ټپيان سوي دي.

تر دې دمخه د پيښور د ښووني اور روزني وزير مشتاق غني ويلي دي: «تر اوسه پوري ۲۶ انسانان وژل سوي او تر ۱۰۰ زيات ټپيان دي چي د ډيرو ئې حالت خراب ښوول سوی دئ.»

د يرغل پړه طالبانو منلې ده

په پيښور کي پر دغه ښوونځي باندي د پاکستان د پوځ په يونيفورم کي شږو تنو وسله والو طالبانو يرغل کړی او دننه ئې چاودېدونکي مواد چولي دي. په سوونو زده کوونکي او ښوونکي يرغمل سوي دي. ښوونځی د پاکستان پوځ له خوا کلابند سوی او عمليات روان دي.

د پاکستان رسمي چارواکو ويلي دي چي په دغه ښوونځي کي نژدې ۵۰۰ زده کوونکي او ښوونکي ول.

پاکستاني طالبانو د پيښي پړه پرغاړه اخيستې ده او ويلي ئې دي چي په دې يرغل سره ئې په شمالي وزيرستان کي د دوی پرضد د پاکستاني پوځ د عمليات غچ اخيستی دئ. دوی ويلي دي چي دا کار ئې ځکه کړی دئ چي «پوځ زموږ پر کورنيو يرغلونه کوي.» پاکستان پوځ له څو مياشتو راهيسي په شمالي وزيرستان کي د وسله والو طالبانو او القاعدې پرضد عمليات پيل کړي دي.

په ښوونځي کي «هرج و مرج»

د ښوونځي يوه موټر چلوونکي ويلي دي: «موږ دباندي ولاړو او ناببره فيرونه شروع سول، له فيرونو سره سم هرج و مرج پيل سو، زده کوونکو او ښوونکو بغاري کړې.»

يوه ښوونکي ويلي دي: «په دغه وخت کي په ښوونځي کي آزموينه روانه وه چي يرغل پيل سو. نيم ساعت وروسته پوځيان راورسېدل او ښوونځی کلابند سو او پوځيان ټولگۍ په ټولگۍ وگرځېدل.»

د دغه ښوونځي د لابراتوار يوه مسئول عباس د فرانسې خبري آژانس ته خپل د سترگو ليدلی حال داسي بيان کړی دئ: «ما شپږ اووه کسان وليدل چي ټولگۍ په ټولگۍ گرځېدل او پر زده کوونکو باندي ئې فيرونه کول.»

په پيښه کي يوه ژوندي پاته سوي زده کوونکي ويلي دي: «کله چي عسکر راغلل او موز ئې وژغورلو او زه له ټولگۍ راووتلم، ومي ليدل چي زما ټولگۍ وال څرنگه درې څلور ځای ويشتل سوي ول او ويني ځيني رواني وې.»

دغه ښوونځی د ټول پاکستان د زده کړو موسسو شبکې يوه برخه ده چي د پوځ له خوا پکښي د پوځيانو کوچنيانو ته زده کړي ورکول کيږي. د دغي ښوونځي ډيري ښوونکي د پوځيانو مېرمني دي. د ښوونځی زده کوونکي له لسو څخه تر ۱۸ کالو پوري عمرونه لري.