1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې چاودنې ۳۵ کسان ووژل

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ بهمن ۱۰, جمعه

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د دې هیواد په سویلي برخې کې د شعیه مسلمانانو په یوه مسجد کې د چاودنې له کبله ۳۵ کسان وژل شوي او په لسونو تنه نور ټپیان دي. یوې سني مذهبه افراطي ډلې د دې برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

https://p.dw.com/p/1ETWA
انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: DW/F. Khan

دغه برید په وروستیو میاشتو کې د مذهبي تعصباتو له کبله رامنځ ته شوی تر ټولو مرگونی ښوول شوی. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان لا وختي د تاوتریخوالي پر وړاندي مبارزه کې په پیښور کې پر یوه ښوونځي باندي د طالبانو تر برید وروسته، له ستونزو سره مخامخ دی.

سني مذهبه جندالله افراطي ډلي د دې برید پړه پر غاړه اخیستې ده چې د سند ولایت په شیکرپور سیمه کې رامنځ ته شوې ده. دغه سیمه د کراچې په ۵۰۰ کیلو متري کې پرته ده.

له وروستي بريد سره داسې اندیښنې رامنځ ته شوي دي چې په پاکستان کې ترهگريز فعالیتونه د هیواد او افغانستان د پولې څیرمه سیمو څخه نور برخو ته د غځیدو په حال کې دي.

د شیکرپور یوه چارواکي سین راخیو میراني، د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې د ۳۱ کسانو مړي د دغې سیمې روغتون ته راوړل شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې څلور تنه نور یوه بل روغتون ته د رسولو پر مهال مړه شوي دي.

د شیکرپور رغتون مشر ډاکټر شوکت علي میمون، د پاکستان په دولتي تلویزیون کې پر خلکو باندې غږ کړی دی چې له ټپیانو سره د مرستي په موخه وینه ورکړي. په تلویزیون کې داسې انځورونه ښوول شوي دي چې د سیمه ییز اوسیدونکي روغتون ته ټپانو د رسولو په حال کې ښيي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې چاودنه د یوه ځای پر ځای شوي بم له کبله رامنځ ته شوې ده. د جندالله سني افراطي ډلې یوه ویاند فهاد محصود، د دغه برید پړه پرغاړه اخیستې ده خو دا چې برید څرنگه ترسره شوی دی، په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

دغې ډلې تر دې مخکې هم د شعیه مسلمانانو او نورو مذهبي لږکیو پر عبادت ځايونو باندي د بریدونو پړه پرغاړه اخیستې وه. په دغو بریدونو کې د ۲۰۱۳م کال هغه برید هم شامل دی چې په پایله کې یې په یوه کلیسا کې د چاودنې له کبله ۸۵ کسان وژل شوي وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب