1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په پاکستان کې سیلابونه ښایي ۵ میلیونه کسان اغیزمن کړي»

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۲۰, پنجشنبه

پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې ښایي په دغه هیواد کې د سیلابونو له کبله پنځه میلیونه کسان اغیزمن شي. حکومت د لومړنیو تاوانونو د ارزولو امر کړی او له اغیزمنو شوو کسانو سره مرستې پېل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1DAGw
انځور: Tauseef Mustafa/AFP/Getty Images

د پاکستان له طبعي آفاتو سره د مبارزې ادارې ویلي دي چې د پاکستان په مرکزي ایالت پنجاب او د هند او پاکستان تر منځ ویشل شوي کشمیر، سیمه کې د سختو اورښتونو او سیلابونو تر ۲۷۰ زیات کسان وژلي دي.

د نوموړې ادارې ویاند احمد کمال ویلي دي چې د پاکستان په پنجاب او سند ایالتونو کې د سیلابونو له کبله شاوخوا دوه میلیونه انسانان له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.

په پلازمینه اسلام آباد کې د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار، ویلي دي چې ښایي د سیلابونو او اورښتونو له کبله نور درې میلیونه کسان هم اغیزمن شي. دا په داسې حال کې ده چې په سند ایالت کې د سیلابونو تر مخه د پاکستان د پوځ له لوري خوندي ځایونو ته د خلکو د انتقالولو چارې ادامه لري.

په عین حال کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف مطبوعاتي دفتر ویلي دي چې د ترکیې نوي لومړي وزیر داوود احمد اوغلو نواز شریف ته د اقتصادي او تخنیکي مرستو وړاندیز کړی دی. د پاکستان گاونډي هیواد چین لا تر مخه، اغیزمنو شوو کسانو ته مرستې استولي دي.

د ژغورنې عملیات ادامه لري

د اسوشیتد پرس خبري آژانس، د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي دي چې د دغه هیواد پوځ د پنجشنبې په ورځ د څرخي الوتکو او کښتیو په واسطه له هغو کلیو څخه نور ۴۰۰۰ تنه راایستلي دي چې سیلابونو لاندې کړي دي.

د پاکستان پوځ له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې دوی د پنجاب ایالت ختیځ ته د ژغورنې د عملیاتو لمن پراخه کړې ده. په دغه ځای کې د چناب، په سیند کې د اوبو د سطحې د لوړیدو له کبله زیانونه رامنځ ته شوي دي.

د پاکستان، گاونډي هیواد هند کې هم د سختو اورښتونو او سیلابونو له کبله خلک اغیزمن شوي دي. د هند د طبعي آفاتو سره د مبارزې ادارې یوه جگپوړي چارواکي سندیپ رایې راټهور، ویلي دي چې د پوځ او هوایي ځواک ۸۰ ترانسپورتي او څرخي الوتکو د هند تر اداری لاندې کشمیر کې، په سیلاب ځپلو سیمو کې ایسار شوو په سلگونو زرو کسانو ته له هوا څخه د څښاک د پاکو اوبو بوتلونه، بسکېټ، د ماشومانو او لویانو له پاره خوراکي توکي ورغورځولي دي.