1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله وژل شوې ده

رویټرز، فرانس پریس۱۳۹۴ اردیبهشت ۵, شنبه

په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله سبین محمود، وژل شوې ده. نوموړې فعاله په بلوچستان ایالت کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په هکله په یوې غونډه کې تر گډون وروسته وژل شوې ده. په پیښه کې د هغې مور هم ټپي شوي ده.

https://p.dw.com/p/1FEp1
انځور: Twitter

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې سبین محمود د کراچۍ په ښار کې هغه مهال د نامعلومه وسله والو له لوري په خپل موټر کې په ډزو وژل شوې ده چې له خپلې مور سره د کور پر لور روانه وه. ویل شوي دي چې هغه پنځه ډزه ویشتل شوې ده. په دغه پیښه کې د هغې مور هم ټپي شوې ده او روغتیايي وضعیت یې د انديښنې وړ بلل شوی دی.

د بشري حقونو فعاله،۴۰ کلنه سبین محمود د (The Second Floor) چې لنډ انگلیسي مخفف یې (T2F) دی په نوم د ادارې مشره وه. نوموړې د جمعې په ورځ یوه پرانیستې ناسته جوړې کړې وه چې پکښې د بلوچستان د بشري حقونو دوو مخکښو فعالانو ماما عبدالقدیر او فرزانه بلوچ گډون کړی وو.

سبین محمود، د جمعې په ماښام نامعلومو وسله واله په کراچۍ ښار کې ووژله
سبین محمود، د جمعې په ماښام نامعلومو وسله واله په کراچۍ ښار کې ووژلهانځور: picture-alliance/AP Photo/S. Adil

ویل شوي دي چې له ودانۍ څخه د وتلو سملاسي وروسته د سبین محمود پر موټر ډزې وشوې. د سندهـ د پولیسو ویاند ویلي دي: «یوه ښځه د ډزو په پایله کې وژل شوې ده او بله ښځه ټپي شوې ده.»

د فرانسې او رویټرز خبري آژانسونو په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په پام کې وه چې ماما قدیر او فرزانه بلوچ څو اوونۍ تر مخه په لاهور کې د اداري علومو په پوهنتون کې د بلوچستان په هکله دغه غونډه کې گډون کړی وای، خو په وینا یې دغه غونډه د پاکستان د استخباراتي کړیو د فشار له کبله لغوه شوې وه.

لا تر اوسه د دغه برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستي. د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف دغه وژنه غندلې ده او ویلي یې دي چې د دغه پیښې په هکله به هر اړخیزه پلټنې وشي.