1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي ۵۰ تنه وسله وال وژل سوي دي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آذر ۲۸, جمعه

د پاکستان پوځي چارواکي وايي، چي په پيښور کي پر ښوونځی باندي د وسله والو طالبانو تر يرغل وروسته ئې له افغانستان سره په سرحدي قبايلي سيمه کي تر ۵۰ زيات ياغيان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1E7Wm
انځور له ارشيفه
انځور: AFP/Getty Images/A. Qureshi

د پاکستان پوځي چارواکو ويلي دي، چي د دغه هيواد د پوځ مشر راحيل شريف دغه راز د شپږو تنو افراطي ياغيانو د اعدام لارښوونه کړې ده.

دغه چارواکي چي نوم ئې نه دی اخيستلو سوي ويلي دي، چي د ياغيانو يوه ۳۲ کسيزه ډله د جمعې په ورځ د تيرا په دره کي د پوځ په کمين کي ختلې او ټول ياغيان وژل سوي دي. دوی ويلي دي چي دغو وسله والو غوښتل چي افغانستان ته نژدې سرحدي سيمو ته ولاړ سي.

په دغه پيښه کي درې تنه پاکستاني عسکر ټپيان سوي دي. د پاکستان د پوځ د معلوماتو له مخي په يوه دوهم کمين کي هم ۱۸ تنه ياغيان وژل سوي دي.

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ هم خبر ورکړی وو، چي په يوه يرغل کي ئې ۲۷ تنه وسله وال طالبان وژلي دي.

پاکستاني طالبانو د سه شنبې په ورځ په پيښور کي پر يو ښوونځی باندي چي د دغه هيواد د پوځ له خوا زده کړي پکښي ورکول کيږي په يرغل کي نزدې ۱۵۰ انسانان ووژل، چي ډيری يې زده کوونکي ول.

تر دغه يرغل وروسته د پاکستان لومړی وزير نوازشريف اعلان وکړ چي د وسله والو ياغيانو پرضد به ئې بريدونه نور هم زور واخلي.

په پيښور کي پر ښوونځی باندي د يرغل پړه «تحريک طالبان پاکستان» ډلي پرغاړه واخيسته او وويې ويل، چي دا ئې پرشمالي وزيرستان باندي د پاکستاني پوځ د عملياتو غچ واخيست.

د پاکستان پوځ د معلوماتو له مخي پر قبايلي سيمه باندي له څو مياشتو راهيسي په عملياتو کي ئې تر اوسه پوري نزدې ۱۷۰۰ وسله وال ياغيان وژلي دي. د دوی د معلوماتو له مخي په دغو عملیاتو کي ۱۲۶ عسکر هم وژل سوي دي.

د شپږو کسانو د اعدام امر

د پنجشنبې په ماښام د پاکستان د پوځ مشر راحيل شريف د شپږو تنو افراطي ياغيانو د اعدام حکم لاسليک کړی دئ. د پيښور پر ښوونځی باندي تر يرغل وروسته د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په دغه هيواد کي د اعدام سزا د عملي کولو امر وکړ.

يوه پاکستاني چارواکي ويلي دي چي د دغو شپږو تنو افرطيانو د اعدام حکم لاسلیک سوی دئ او په نژدې ورځو کي به اعدام سي.