1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي درې ورځي ملي ماتم دی

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ آذر ۲۶, چهارشنبه

د پیښور پر یو ښوونځی باندي د طالبانو په برید کې تر ۱۴۰ زیاتو کسانو پر وژل کیدو باندي چې ډېر يې کوچنيان ول، په ټول پاکستان کې ملي ماتم دی. دغه يرغل په ټوله نړۍ کي وغندل شو.

https://p.dw.com/p/1E60u
انځور: Reuters/Z. Bensemra

د پاکستان د پوځ ویاند ډگر جنرال عاصم باجوه، پر «ارمي پبلک سکول» باندي د وسله والو طالبانو د يرغل کوونکو تر وژلو وروسته په یوه کنفرانس کې د دغې خواشینونکي پېښې جزئیات داسي بيان کړل: د برید کوونکو مقصد د بې گنا کوچنيانو وژل وو.

هغه وويل چي د بريد کوونکو پرضد عملياتو اته ساعته دوام وکړ. د سوله والو پاکستاني طالبانو په دغه يرغل کې ۱۴۱ تنه وژل شوي دي چې ۱۳۲ پکښې زده کوونکي او د ښوونځی نهه تنه پرسونل دی. دغه راز په دغه برید کې ۱۲۱ تنه ټپیان شوي دي. پر دې سربیره اووه تنه يرغل کوونکي هم وژل شوي دي.

يو شمېر کورنيو خپل مړي (کوچنيان) د سه شنبې په ماښام ښخ کړل او نور به يې نن ښخ کي. د پاکستان لومړي وزیر په ټول هیواد کې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.

لومړي وزیر نواز شریف په قبایلي سیمو کې د پټو شوو طالبانو پر ضد د عملياتو د دوام هوډ څرگند کړ. هغه ویلي دي چې د یوه، یوه ماشوم د وینې غچ به واخیستل شي.

د نواز شریف سیاسي مخالف عمران خان چې له څو میاشتو راهیسې یې د ده د حکومت پر ضد احتجاجونه پيل کړي دي هم دغه برید غندلی او د ټپيانو پوښتنو ته ورغلی دی.

پر «ارمي پبلک سکول» باندي يرغل د ډيرو هيوادونو او سازمانونو مشرانو غندلی دی.

محمد اشرف غني

د افغانستان د جمهور رياست ماڼۍ له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبې په ماښام د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره تلیفوني خبري کړي دي او د دغه تروریستي پیښي په هکله یې خپله ژوره خواشيني څرگنده کړې ده. د ارگ وینا پاڼه د محمد اشرف غني له قوله زیاتوي: «په دغه غمجنه پېښه کې د پاکستان د خلکو په غم کې شریک یو او دغه تروریستي، وحشیانه، غیر اسلامي او انساني کړنه په ټينگه غندو.»

بارک اوباما

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما پر ښوونځي باندي شوی برید د یوه خورا بد ظلم په توگه غندلی دی او ویلي یې دي چې په دغه شیبه کې امریکا متحد ایالات له پاکستان سره تر څنگ ولاړ دی او په وینا یې د افراطیت او تروریزم پر ضد جگړه کې د پاکستاني حکومت ملاتړ کوي.

انگلا مېرکل

د آلمان صدراعظمي انگلا مېرکل، ویلي دي چې په پیښور کې پر ښوونځي باندي يرغل تکان ورکړی دی. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر هم دغه برید غندلی دی او ویلي دي چې آلمان په دې سخته شېبه کې د پاکستاني ولس او اغیزمنو شویو کسانو سره خپل ځان په غم کې شريک بولي.

بان کي مون

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ویلي دي چې دغه «بربریت» ته په هیڅ ډول د سم ویل کیدو جواز نه شته او په وینا یې هیڅ رنگه شکایت د ماشومانو د وژل کیدو بهانه نه شي گرځول کیدای. د بان کي مون په وینا دغه برید د ویري پر نخښې سربیره یو «بزدلانه» عمل دی.

تونې اېبټ

د آسترالیا لومړي وزیر تونې اېبټ هم په پیښور کې پر ښوونځي باندي د طالبانو په برید کې د وژل شویو ماشومانو له کورنیو سره خواخوږي څرگنده کړې ده. د تونې ایبټ په وینا پر دغي غمیزي د خواشينۍ له پاره الفاظ نه شته او د پاکستان په ولس کې چې کوم درد او غوسه لیدل کیږي، ټوله نړۍ یې درک کولای شي.

دیوید کمرون

د بریتانيا لومړي وزیر دیوید کمرون په وینا په پاکستان کې چې کومه پېښه شوې ده د نه باور وړ ده. کمرون د ماشومانو د وژل کیدو ورځ د بشریت د یوې توري ورځې په توگه عنوان کړې ده او ویلي یې دي چې د دغه ناوړه فعل له پاره هیڅ کوم دلیل نه شته.

افغان طالبان

افغان طالبانو په پيښور کې د ماشومانو د وژل کېدو له کبله خواشيني ښوولې ده. افغان طالبانو له خوا د سه شنبې په ماښام په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «په قصدي توگه د بې گنا خلکو، ښځو او ماشومانو وژل د اسلام د اصولو خلاف کار دی او هر اسلامي حکومت او غورځنگ دغه اصل په پام کې ونیسي.»
افغان طالبان معمولا په هغو حملو کې چې ډير ولسي خلک پکښې قربانیان وي، له مسئولیت اخیستلو څخه ډډه کوي. خو هغوی غیر محارب کسان وخت په وخت خپل هدف گرځوي. تیره اوونۍ هغوی د کابل په استقلال لېسه کې پر یوه تیاتر باندي د برید مسئولیت پر غاړه واخیست. په دغه حمله کې یو تن ووژل شو او ۱۵ نور ټپیان شول.

د ښوونځيو زده کوونکي د خپلو ملگرو په وير کي
د ښوونځيو زده کوونکي د خپلو ملگرو په وير کيانځور: Reuters/A. Soomro