1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په پاکستان کي د جيش العدل مشر نيول سوی»

رويترز۱۳۹۳ اسفند ۱۰, یکشنبه

د ايران حکومت د مخالفي ډلي «جيش العدل» يو مشر سلام ريگي په پاکستان کي نيول سوی دئ. دغه ډله ځان په ايران کي د سوني مذهبه بلوڅ اقليت مدافع بولي. تر اوسه معلومه نه ده چي پاکستان به ريگي ايران ته وسپاري که نه.

https://p.dw.com/p/1EjNJ
انځور د پاکستان د امنيتي ځواک
انځور د پاکستان د امنيتي ځواکانځور: Reuters

د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي د «جيش العدل» وسله والي ډلي يو مشر سلام ريگي له ايران سره د پاکستان په سرحدي سيمو کي نيول سوی دئ.

د رويتزر خبري آژانس د راپور له مخي ريگي، په پاکستان او ايران کي په څو بمي چاودنو کي په لاس لرلو او سوريې او عراق ته د جنگياليو په لېږلو پړ دئ.

د پاکستاني چارواکو په خبره سلام ريگي، د کوټي ښار په ۵۰ کيلومترۍ کي د تيرېدو پرمهال نيول سوی دئ. د دوی په خبره، هغه د نيولو پرمهال هيڅ مقاومت نه دئ کړی او ځان ئې سپارلی دئ.

جيش العدل ډلي تر اوسه پوري د سلام ريگي، د نیولو په اړه غبرگون نه دئ ښوولی. د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي تر اوسه پوري روښانه نه ده چي آيا پاکستان د جيش العدل ډلي دغه پيژندل سوې څېره ايران ته سپاري که نه.

د «جندالله» ډلي تر ټوټه کېدو وروسته د «جيش العدل» په نوم يوه ډله جوړه سوه. دغه ډله د ايران له حکومت سره وسله واله مبارزه کوي.

د جندالله ډلي مشر عبدالمالک ريگي د سلام ريگي د ترور زوی وو چي د ايران له حکومت سره ئې وسله واله مبارزه پيل کړه. هغه په ۱۳۸۹ کال کي ونيول او اعدام سو.

ايراني چارواکي د جيش العدل غړي «وسله وال تروريستان» بولي او پر پاکستان باندي تور لگوي چي د دغي ډلي په پټنځای گرځېدلی دئ.

دغي ډله په تيرو مياشتو کي څو واري په سرحدي سيمو کي د ايران له امنيتي ځواک سره وسله والي نښتي کړي دي.