په هند کي د مځکي ښويېدني خونړۍ پېښه
د هند په لوېديځ کي د مځکي ښويېدني په پيښه کي۲۸ انسانان وژل سوي دي.مرستندويانو ټوله شپه په ترخاورو لاندي سوو انسانانو پسي تلاښ کاوه، خو یوازي يې مړي پيدا کړل.
تر خاورو او خټو لاندي
يو وخت دلته د مالين په نوم کلی آباد وو . خو اوس يوازي خاوري او خټي پاته دي. د چهارشنبې په ورځ (د جولای ۳۰مه) د ياد کلي ۴۰ کورونه چي پکښي تقريبا ۲۰۰ انسانان اوسېدل، د مځکه ښويېدني له کبله تر خاورو لاندي سول. دغه کلی په داسي سيمه کي موقعيت لري، چي مرستندويان تر ډېروخت او مشکلاتو وروسته ورورسېدل.
له وخت سره سيالي
اوس دغه سيمي ته په سونو هغه مرستندويان چي ځانګړي سپي او تجهيزات ورسره دي، رسېدلي دي. تېره شپه د مرستي کارونه په ښه توګه پر مخ ولاړل. خو د پنجشنبې په سهار د بارانونو له کبله د مرستي کارونه له خنډونو سره مخامخ سول. اټکل کيږي چي اوس هم تر ۱۰۰ زيات انسانان تر خاورو لاندي دي. له مرستندويانو څخه يو کس الوک اواشتي وايي: «ځني وخت معجزې کيږي، خو که اوسني حالت ته وکتل سي نو زياتي هيلي نسته.»
خلک له پيښه ډېر ناوخته خبر سول
د مځکي ښويېدني پيښه داسي وخت رامنځ ته سوه، چي د کلي اوسېدونکي بيده ول. دا چي دغه پيښه په دقيقه توګه پر څو بجو رامنځ ته سوه، لا څرګنده نه ده. د يادي پيښي په هکله خلک هغه وخت خبر سول، چي د چهارشنبې په سهار (د جولای ۳۰مه) يو سرويس چلونکی دغه کلي ته راغلی او ويې ليدل چي کلی تر خاورو لاندي سوی دی. دغه موټروان بيا خپل همکاران خبر کړل او هغوی نورو مرستندويانو ته حال ورکړ.
د ټولو شاوخوا سيمو مرستي
کله چي د پيښي خبر خپور سو، نو د شاوخوا سيمو څخه داوطلبه مرستندويان د پيښي ځای ته ورسېدل. دا چي و مالين ته درسېدلو لارو ځيني برخي خرابي سوي وې، نو امبولانسونه هم له خنډونو سره مخاخ سول.
د بارانونو له کبله
په هند کي د بارانونو په موسم کي د مځکي ښويېدنې او سيلابونو پيښي غېرعادي خبره نه ده. د هيواد په شمالي ايالتونو لکه اُتراکهند او هيماچال پرادېش کي هم په تيرو اونيو کي د مځکه ښويېدنې پيښي رامنځ ته سوي وې. لومړي وزير مودي د مالين کلي د قربانيانو له کورنيو سره غمشريکي کړې ده.
د هيلي يو کوچنی څرک
د يوې هندۍ ورځپاڼي «The Indian Express» د راپور له مخي له خاورو څخه لس انسانان ژوندي را ايستل سوي دي. په دغو کي يوه ځوانه ښځه او د هغې شپږ مياشتنی کوچنی هم شامل دي. يو ډاکټر ورځپاڼي ته ويلي دي، دغي ښځي خپل ماشوم ټينګ په غېږ کي نيولی وو. ژغورل سوي کسان يوه نژدې روغتون ته انتقال سوي دي.