1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي د طالبانو پر ضد اولسي پاڅون

مجتبی محمدي/ لښکرگاه۱۳۹۱ دی ۲۸, پنجشنبه

د هلمند ولايت په نهرسراج ولسوالۍ كي د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون سوی دى. پاڅون كوونكي وايي له كلونو راهسي د طالبانو د ماينونو په منځ كي اوسيدلو په تنگ كړي دي او اوس به له خپلي سيمي څخه پخپله دفاع کوي.

https://p.dw.com/p/17LS0
انځور: DW

د هلمند ولايت د نهرسراج ولسوالي د اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ شخړه د هغو ماينونو پر سر راپورته سوې ده، چي د دغي ولسوالۍ په لارو کي پوليسو ته ښخ سوي دي.

د دغي ولسوالۍ یو مشر سفر محمد له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي له طالبانو سره ئې څو ځله د ډوډۍ پر سر شخړي راپورته سوي دي چي هغوي په مياشتو مياشتو د دوی له مځكو څخه اوبه بندي کړي وې.

د دغه مشر په خبره د طالبانو له خوا دښخ کړل سوو ماينونو له امله ئې د کلي ډیري کسان هم لاسه ورکړي دي.

سفر محمد دويچه ويله ته وويل: «اوس موږ راپورته سوي یو. انشاالله چي په ښځو يې کوم لا زه درته وايم چي خپله ولسوالي به ساتم. ټول خلک دې ته سترگي په لاره وه چي کوم به يو سړی وي چي ولاړ سي، ما وويل زه ولاړيم. اوس نو موږ له حکومته کومک غواړو. سر ورکوم خپل وطن آزادوم.»

د نهرسراج ولسوالۍ ځوانان او سپين ږيري غواړي خپل دغه پاڅون كاميابه كړي. دوی د هلمند د دولتي ادارې څخه غوښتنه کوي چي د وسلو او مهيماتو مرسته ورسره وكړي او د طالبانو د بريدونو پرمهال ئې ملاتړ وكړي.

د دغي ولسوالۍ ځوانان چي د روانو ناامنيو له اسيته له كلونو راهیسی ښوونځيو ته نه دي تللي وايي، چي تر نن ورځي پوري ئې له طالبانو سره همكاري كوله خو اوس غواړي چي د خپلو سپين ږيرو او كليوالو ساتنه وكړي.

يو تن چي د نوم د نه اخيستلو په شرط ئې له دويچه ويله سره خبري کولې وويل: «دغه شپږ اووه کاله کيږي چي موږ له دغو طالبانو څخه په تکليف يو. راسي د سرايو په دروازو کي ماينونه پټوي خلک ئې ډير په تکليف کړل نو دغه چي اوس ئې په مقابل کي راپورته سول.»

په نهرسراج ولسوالي کي د پوليسو د لمړي كنډک قوماندان ستارخان وايي، چي مركزي حكومت باید د دې خلکو ملا تړ وكړي. هغه وويل موږ د نهرسراج پاڅون كوونكي يوازي نه پريږدو او له هغوی سره هر راز مرستي ته اماده دي.

تر دې دمخه د هلمند ولایت په مارجې ولسوالي كي اولس د طالبانو پر ضد پاڅون كي وسلي واخستي او د حكومت په مرسته ئې د مارجي ولسوالۍ امنيت و ساته.

نهرسراج ولسوالي د هلمند ولايت مرکز لښكرگاه ته نژدې ډيره پراخه سيمه ده چي د طالبانو له پاره له كلونو راهسي د پوځي زده كړو، اوسيدو او پلان جوړولو مركز وو.