1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي دوې بهرنياني وژل سوي دي

هوشنگ هاشمي/ مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۲, پنجشنبه

په هرات کي دوې تنې فنلندۍ کارکوونکي د پر موټرسايکل باندي سپرو نا پيژندلو کسانو له خوا په مرميو ويشتل شوي او وژل شوي دي. دغو دوو بهرنیانو د نړیوالو مرستې له کمیټې سره کار کاوه.

https://p.dw.com/p/1Chsx
انځور: DW/H. Hashemi

دغي دوې تنې مرستندويه کارکوونکي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د جولای ۲۴مه) د هرات ښار په زړه کي وژل شوي دي.

د وژل شوو مړي د هرات ولایت روغتون ته لیږدول شوي دي. ډاکټرانو روښانه کړې ده چې د څېړنو له مخې یې دغه دوې تنې په مرميو ويشتل شوي دي. دغو دوو بهرنیانو د International Assistance Mission دفتر سره کار کاوه.

د هرات ولایت د بهرنیو اړیکو رئیس سید انور شاه یوسیفي، چې تر پیښې وروسته روغتون ته ورغلی وو، خبریالانو ته وویل: «سیجا او کیجا د خپلو اړینو موادو د اخیستلو له پاره په ښار کي په ټکسي کې گرځېدلې، ورباندې برید شوی دی.»

د دغه افغان چارواکي په خواله هغه بهرنیان چې په افغانستان کې په ټولنیزو څانگو کې کار کوي له ځان سره ساتونکي نه گرځوي.

هغه وویل چې دا لومړی وار دی چې د هرات ولایت په مرکز کې دغه شان یوه پیښه رامنځ ته کیږي.

تر اوسه پوري د دغي پيښي مسئوليت چا پر غاړه اخیستی نه دی، خو چارواکي ادعا کوي چې دا د وسله والو طالبانو کار دی.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې د دویچه ویله خبریال په دې ښار کې د هدفي وژنو د زیاتیدو خبر ورکوي او وایي چې هراتیان له دې کبله په اندېښمن دي.