1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هانگ کانگ کي د ديموکراسۍ مبارزه

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ مهر ۷, دوشنبه

د پیکینگ له خوا د سیاسي هدایت پر وړاندي په هانگ کانگ کې مقاومت مخ پر ډیریدو دی. امنیتي ځواکونو یووار بیا د لاریون کوونکو پر وړاندي له اوښکي بهوونکي گاز او ډانگانو څخه کار اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/1DN6s
انځور: AFP/Getty Images/Alex Ogle

په داسي حال کې چې پولیس د نوموړي ښار د سوداگرۍ او اقتصادي تأسیساتو په حکومتي برخه کې د احتجاج کوونکو چې ډيری یې محصلین دي، د پرمختگ د مخنیوي هڅه کوي، د هانگ کانگ له ځینو نورو برخو، لکه «کاز- وی بې» او «مونگ کوک» څخه هم د احتجاجونو رپوټونه ورکړل شوي دي، چې د دیموکراسۍ غورځنگ ځینو پلویانو د پولیسو له زور زیاتیو څخه ځان لیري ساتلی دی.

احتجاجونو هانگ کانگ فلج کړی دی

په زرونو احتجاج کوونکو د اقتصادي حوزې کلابندۍ ته ادامه ورکړې ده. په مرکز کې په عمومي لارو او همداشان په سمندري لارو کې هر څه په ټپه دریدلي دي. په هانگ کانگ کې د سرویسونو او اورگاډو تگ راتگ یوه برخه په ټپه دریدلې ده.

په ډیرو سیمو کې ښوونځي، دوکانونه او بانکونه تړل شوي دي. د رسنیو د رپوټونو له مخي پولیسو د دوشنبې په ورځ د مظاهره کوونکو پر وړاندي اوښکي بهوونکي گاز، ډانگانو او د مرچو شنیدونکو وسایلو یا سپرې څخه کار اخیستی دی.

آزادي ټاکني «هو! خو»

د چین تر ځانگړي ادارې لاندي دغه حوزه کې نوموړي احتجاجونه د ټاکنو د هغو اصلاحاتو پر ضد دي چې د اگست مياشتي په پای کې په پیکینگ کې د چین د ولسی جمهوریت کنگرې له خوا اعلان شول.

د بریتانيا د دغې پخوانۍ مستعمرې د اداري مشر له پاره په ۲۰۱۷م کال کې د ژمنه شوو ولسي ټاکنو پر وړاندي ډير سخت محدودیتونه وضع کړي دي.

د دغو نوو مقرراتو له مخي د رایو ورکولو مستحق کسان یوازي هغو دوو یا درو کاندیدانو ته رایې ورکولای شي چې د پیکینگ د کمونيستي مشرتابه له خوا یې وړاندیز شوی دی. معنی دا چې د حکومت هیڅ یو انتقاد کونکی هم کولای نه شي چې د حکومت د نوي مشرۍ له پاره ځان کاندید کړي.

د هانگ کانگ ډیر اوسیدونکي له دې کبله «یو هیواد، دوه سیستمه» ماډل، چې په ۱۹۹۷م کال کې له بریتانيا څخه د چین تر واکمني لاندي راوستل شو، له گواښ سره مخامخ ویني. د بریتانيا له مستعمرې څخه تر خلاصیدو او بیا د چین د یوې برخي تر گرځیدو وروسته، په لومړي وار په تیرو څو ورځو کې په هانگ کانگ کې سخت اخ و ډب رامنځ ته شوی دی.

د هانگ کانگ اداره احتجاجونه غیر قانوني بولي

د هانگ کانگ اداري مشر لونگ چن ېنگ، له ولس څخه غوښتي دي چې په «غیر قانوني» احتجاجونو کې برخه وا نه اخلي. هغه ویلي دي چې پولیس چمتو دي چې له قانون سره سم چلند وکړي.

هغه دا گونگوسي رد کړل چې گواکې حکومت یې د چین له آزادي بخښونکي پوځ څخه د مرستي غوښتنه کړې ده. په یوه اعلامیه کې هغه له ولس څخه غوښتي دي چې بیرته خپلو کورونو ته ولاړ شي.

هغه زیاته کړې ده «موږ په هانگ کانگ کې گډوډي نه غواړو.» تر اوسه ۸۰ تنه احتجاج کوونکي نیول شوي دي او ډیر شمیر کسان د پولیسو د تاوتریخوالي له کبله ټپیان شوي دي.