1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هانکانگ کي ۵۰۰ کسان نيول سوي دي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ تیر ۱۱, چهارشنبه

د هانکانگ پولیسو د چهارشنبې په ورځ ۵۰۰ کسان ونیول. دغه کار له هغه وروسته وشو چې په زرونو کسانو د دیموکراسي غوښتلو په یوه مارش کې کډون وکړ. د بريتانيا په دغه پخوانۍ مستعمره کې د موجود سیاسي وضعیت له کبله غوسه ډېره سوې ده.

https://p.dw.com/p/1CUNS
انځور: AFP/Getty Images

پولیسو ویلي دي چې دغه کسان یې د غیر قانوني راغونډیدو او همداراز د پولیسو د کار د مخني په سبب نیولي دي. دغه کسان تر هغه وروسته چې په هانکانگ کې تر یوه مارش وروسته چې د سه شنبې په ورځ پکښې تر ټولو ډیرو کسانو گډون وکړ، نیولي دي.

پولیسو اټکل کړی دی چې په دغه مارش کې ۹۸۶۰۰ کسانو گډون کړی وو. دا په داسې حال کې ده چې د لاريون تنظیموونکو د گډون والو شمیر ۵۱۰۰۰۰ کسان ښوولی دی خو له بلي خوا بیا د هانکانگ پوهنتون څېړونکو د گډونوالو شمیر د ۱۵۴۰۰۰ او ۱۷۲۰۰۰ کسانو تر منځ بللی دی.

پولیسو د مظاهره کوونکو نیول هغه وخت پیل کړل چې یو شمیر زده کوونکي د ښار پر یوه مهم سړک کښیناستل او ویې ویل چې د سهار تر اتو بجو پوري به دلته پاته شي. پولیس د چهارشنبې په ورځ سهار وختي لاس په کار شول او مظاهره کوونکي یې یو په بل پسې له سړکونو ایسته کړل.

پر سړک ناست یو شمیر کسان د پولیسو له راتلو سره پخپله خوښه ولاړ شول، خو یو شمیر نور بیا پر سړک باندي وغځېدل. په همدې وخت کې پولیسو اعلان وکړ چې د دغو کسانو د ایسته کولو له پاره په ټولو لازمو اقداماتو لاس پوري کړي.

لاريون کوونکي د نيولو پرمهال
لاريون کوونکي د نيولو پرمهالانځور: Getty Images

یو شمیر نورو مظاهره کوونکو هم ورته مظاره د دولتي ودانۍ پر وړاندي وکړه او د چارواکو راتلو ته په تمه ول. په دې ځای کې سوله ییزه مظاهره وشوه. مظاهره کوونکو له ځان سره داسي شعارونه لیږدول چې پکښي د لا ډیري دیموکراسي غوښتنه شوې وه. په عین حال کې یو شمیر مظاهره کوونکو د هانکانگ د اجرائیه وي مشر لیونگ چون ینگ، د گوښه کیدو غوښتنه وکړه.

د جولای په لومړۍ نېټه هر کال له بريتانيا څخه چین ته د هانکانگ د سپارلو کلیزه لمانځل کیږي. هر کال په همدې ورځ مظاهرې کیږي. سږنۍ مظاهرې د چین له خوا د یوه صادر شوي سند له کبله راپارېدلي دي.

د سه شنبې مظاهرې تر هغه وروسته وشوې چې شاوخوا ۸۰۰۰۰۰ کسانو په یوه غیر رسمي ټولپوښنه کې ونډه واخیسته او د لا ډیري دیموکراسۍ غوښتي یې وکړې. بیجینگ دغه ټولپوښتنه غندلې ده او هغه یې «غیر قانوني او باطله» بللې ده.