1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نيپال کي بيا مځکي ښوېدلي او خلک په تېښته دي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ خرداد ۳, یکشنبه

په نیپال کې تر ویجاړونکي زلزلې وروسته د دغه هیواد په شمال لویدیځ غرنۍ سیمه کې په پراخه پیمانه د مځکې ښویدني له امله د سند مخه نيول شوې او د سیلابونو له ویري په زرونو انسانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوې دي.

https://p.dw.com/p/1FVlk
انځور: Reuters

د فرانسې خبري آژانس د نیپال له پلازمېني کټمندو څخه د راپور ورکړی دی چې د دغې غرنۍ سیمې په زرونو اوسیدونکي چې مځکه ښویدنه پکښې رامنځته شوې ده له ډیري ویري خپل کورونه او کلي پریښودو ته اړ شوې دي او دغه لړۍ اوس هم دوام لري.

خبري آژانس د یوه سیمه ییز چارواکي یم بهادر چوکهل په حواله لیکلي دي چې د نیپال په شمال لویدیځ کې د میاگدی ولسوالې په غرنۍ سیمه کې د ډیرو لویو خاورینو ډبرو د ښویدني له امله له دغې سیمې څخه تیریدونکی سیند(کالي گنداکي) په بشپړه توگه بند شوی دی.

لکه څرنگه چې په دغه ځای کې سیند په یوه غرنۍ سیمه کي تيريږي، نو د شنبې په شپه د مځکي ښویدني له امله اوبو مخ بند شوی او د سیند د اوبو سطحه تر ۱۵۰ مترو پوري لوړه شوې ده. هره شیبه د دې ویره شته چې سیند به شاوخوا کلي لاندي کړي.

یم بهادر چوکهل ویلي دي: «تر اوسه پوري موږ یوازې همدومره وکولای شول چې له زیانمني شوې غرنۍ سیمې څخه یوازي ۱۰۰ تنه خوندي ځایونو ته انتقال کړو. خو مخکې تر دې په څو ساعتونو کې په زرونو سیمه ییز خلک د خپل ژوند د ژغورلو له پاره له خپلو کورونو څخه تښتیدلي دي.»

د میاگدي ولسوالي په مرکز «بیني» کې چې د پلازمېني کټمندو په لویدیځ ۱۸۵ کیلومترۍ کې واقع ده یوه بل سیمه ییز چارواکي تري وکرم شرما، ویلي دي: «په دې سیمه کې د خاورو تپو د ښوېدني کوچنۍ کوچنې پيښي له تیرو څو ورځو راهیسي موجودي وې، خو د شپې په نیمایې کې د ځمکې ښویدنې دغه پيښه تر اوسه پوري په میاگدی والسوالې کې تر ټولو لویه او خطرناکه طبیعي پيښه وه.»

تری وکرم شرما د یوه سیمه ییز اوسیدونکي په حواله وویل: «دا د خاورو عادي غونډۍ نه وي، بلکې مکمل غر په بشپړ ډول سیند ته وښوېد.» سیمه ییزو چارواکو دا هم ویلي دي چې د سند د بنديدو له امله کيدای شي د اوبو جوړ شوی بند هر وخت مات، او ډېر کلي تر اوبو لاندي شي.

د نیپال په سیندونو کې اوس اوبه له دې امله ډیر شوي دي او تیز حرکت لري چې د گرمې له امله د غرونو واوري په ډیري چټکۍ سره ویلي کیږي.

څو اونۍ دمخه په نيپال کې دوو سختو زلزلو ډیر مالي او ځاني زیانونه ورسول. د دغو زلزلو په نتیجه کې ۸۶۰۰ تنه مړه او په زرونو نور ټپیان شول.

د دغو زلزلو له امله زیاتمنې شوي کورنۍ اوس هم خوراکي موادو، د څښاک پاکو اوبو او د موقتي استوگنځایونو په برخو کې مرستو ته اړتیا لري.