1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نيويارک کي د ايبولا لومړۍ پيښه

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آبان ۲, جمعه

په نيويارک کي د ايبولا لومړۍ پيښه په داسي وخت کي رامنځ ته کيږي چي په ټوله نړۍ کي د دغه وژنونکي وايروس د پراختيا بيره موجوده ده. دغه ډاکټر په جنوبي افريقا کي د مرستي په ماموريت کي په اخته سوی دئ.

https://p.dw.com/p/1DbPg
انځور: Reuters/E. Munoz

دغه ۳۳ کلن ډاکټر کريگ سپنسر، څو ورځي د مخه له جنوبي افريقا څخه بيرته امریکا ته رسېدلی وو او له لوړي تبي او اسهال څخه ئې شکايت کاوه. دغه ډاکټر ډېر ژر په «بيليوه» روغتون کي قرنطين سوی او د آزموينو وروسته څرنگه سوې ده چي په ايبولا وايروس اخته سوی دئ.

د نيويارک ښاروال بيل دي بلاسو، له يوه وحشت څخه خبرداری ورکړی دئ. هغه ويلي دي: «په دې کي بايد هيڅ اندېښنه ونه لرو.» موږ يو ډېر قوي ټیم لرو او له مياشتو راهيسي اماده يو. اوس هغه څه پيښږي چي موږ ورته له مياشتو راهيسي تمرين کاوه.»

هغه ويلي دي ايبولا يوازي د بدن د مايعاتو له لاري انتقاليږي. ښاروال وويل: «دا داسي مرض نه دی چي په ميتروگانو، سرويسونو او يا له گاونډيانو څخه اخيستل کيږي.»

د امریکا د دغه ستر ښار گورنر اندرو کومو، ويلي دي: «موږ هيله لرله چي دغسي يوه ورځ دي نه راځي، خو راغله او دا بايد عجبه هم نه وي ځکه موږ يو ستر ښار يو او له ټولي نړۍ څخه موږ ته خلک راځي.»

په گينه کي د ايبولا د مرستندوی په توگه

دغه ډاکټر په سپتمبر او اکتوبر مياشتو کي د «بې سرحده ډاکټرانو» سازمان په چوکاټ کي په گينه کي د ايبولا پرضد ماموريت کي گومارل سوی وو. د نيويارک د روغتيايي چارواکو د معلوماتو له مخي سپنسر بيا د اکتوبر مياشتي پر ۱۷ نېټه د جان اف کيندي هوايي ډگر له لاري بيرته امريکا متحدو ايالاتو ته راغلی وو.

د نيويارک چارواکو په خبره دغه ډاکټر تر راتلو وروسته په امریکا کي له دورو کسانو سره تماس لری دی چي هغوی هم اوس په قرنطين کي دي. دغه درې کسان يوه ئې د ژوند انډيواله او دوه ئې نور دوستان دي. خو د دغو کسانو معايناتو ښوولې ده چي په هغوی کي د ايبولا وايروس نه سته.

اوس په ايبولا ۱۰۰۰۰ کسان اخته دي

په تاريخ کي د ايبولا تر ټولو سخته دغه ناروغي تر نورو ډيره په لايبريا، سيراليون او گينه کي پراخه سوې ده. دغه خطرناکه ناروغي هسپانيا او امریکا متحدو ايالاتو ته هم رسېدلې ده.

د امريکا د تکزاس ايالت په دالاس کي د ايبولا د يوه ناروغ دوې نرساني هم په دغه وايروس اخته سوي دي. د روغتيا د نړيوال سازمان د معلوماتو له مخي د افريقا په لوېديځ کي تر ۱۰۰۰۰ کسانو ډېر په دغه وايروس اخته سوي چي نيمايي يې مړه سوي دي.

د مالي او گينه په سرحد کي د ايبولا کنترول
د مالي او گينه په سرحد کي د ايبولا کنترولانځور: Reuters/J. Penney