1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نایجریا کي ولمشریزي ټاکني پیل سوې

احمد ولي اڅکزی، یولیا هان ۱۳۹۴ فروردین ۸, شنبه

د نايجيريا د ولسمشریزي ټاکني په شپږو اونيو ځنډ سره د شنبې په ورځ پېل سوې. په ټاکنو کي اوسنی ولسمشر ګوډلک جانتن هم ځان کانديد کړی دی. اټکل کيږي چي د پخواني پوځي واکمن او اوسني کانديد او جانتن تر منځ به سيالي تن په تن وي.

https://p.dw.com/p/1Eyty
انځور: Pius Utomi Ekpei/AFP/Getty Images

د نايجيريا ولسمشریزي ټاکني په شپږو اونيو ځنډ سره د شنبې په ورځ پېل سوې. په ټاکنو کي اوسنی ولسمشر ګوډلک جانتن هم ځان کانديد کړی دی. اټکل کيږي چي د پخواني پوځي واکمن او اوسني کانديد او جانتن تر منځ به سيالي تن په تن وي.

په نايجيريا کي د څو کالو راهيسي د تاوتريخوالي لمن خپره ده. د بوکو حرام په نوم وسله واله ډله په دوامداره توګه پر حکومتي امنيتي ځواکونو او په همدې ډول پر ولسي او ملکي ځايونو وسله وال بريدونه تر سره کوي. د همدغه امنيتي دليل پر اساس د نايجيريا ولسمشریزي ټاکني په شپږ اونۍ ځنډ سره د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د مارچ ۲۸مه) پېل سوې.

د آلمان ږغ د ځايي خبريال بېن شېمانګ په وينا د ټاکنو لپاره سخت امنيتي اقدامات سوي دي. نوموړي د پلازمېني ابوجا څخه پر ټليفون و آلمان ږغ ته وويل: « هر چيري چي څوک ګوري نو امنيتي ځواکونه تر سترګو کيږي. هغوی هر وخت موټر درولای او هغوی تلاښي کولای سي. په همدې شان پر يو شمېر سړکونه خنډونه اچول سوي او کوم موټر چي پر دغو سړکونو تېريږي نو مجبوره دي چي خپل سرعت کم کړي او وروسته تلاښي ورکړي. دلته تېرېدونکي کسان او موټرونه ټول کنټروليږي.»

امنيتي ستونزي

نايجيريا د افريقا تر ټولو زيات نفوس لرونکی هيواد دی. د ولسمشریزو ټاکنو په ترڅ کي پر تقريبا ۷۰ مليونو د رايه اچونې حق درلودونکو ږغ سوی دی چي خپله رايه وکاروي. خو د ټاکنو لپاره امنيتي شرايط د ټولو امنيتي اقداماتو باوجوده ډېر ښه نه دي. د دغه هيواد په شمال ختيځ کي د اسلامپاله توندلاري ډلې بوکوحرام سره جګړه ادامه لري. د يادي وسله والې ډلې مشر ابوبکر شيېکاو د ټاکنو په ورځ د بريدونو ګواښ کړی دی. نوموړي دغه ټاکنې «غېراسلامي» بللي دي.

په نايجيريا کي په داسي حال کي ټاکني تر سره کيږي چي همدغه اونۍ د بوکو حرام له لوري د ګڼ شمېر انسانانو د تښتول کېدو خبرونه خپاره سول. د راپورونو له مخي يادي وسله والې ډلې د داماساک ښار څخه تقريبا ۱۰۰ انسانان تښتولي دي. دغه ښار په اصل کي د چاد او نايجر هيواد د عسکرو له خوا د بوکوحرام څخه خالي کړل سوی ؤ.

تن په تن سيالي

د ولسمشرۍ لپاره تر ټولو مهم دوه کانديدان اوسنی ولسمشر ګوډلک جانتن او پخوانی زورواکی محمدو بوهاري دي. د آلمان ږغ ځايي خبريال بېن شېمانګ وايي چي دغه ټاکني به د يادو کانديدانو تر منځ تن پر تن سيالي سره تر سره سي: «دغه ډېره تن په تن سيالي ده. که يوه احصاييه ښيي چي ګوډلک جانتن په ډېري لږ برترۍ سره تر محمدو بوهاري مخ کي دی، نو بله احصاييه بيا ښيي چي محمدو بوهاري په ډېری لږ برترۍ سره تر ګوډلک جانتن مخ کي دی. تر اوسه په ښکاره توګه نه ده څرګنده چي څوک مخ کي دی.»

۷۲ کلن محمدو بوهاري چي په ۱۹۸۳م کال يې د کودتا په ترڅ کي ځان د نايجيريا واکمن کړ، د هيواد د شمال سره تړاو درلودونکی يو مسلمان دی. خو نوموړي د شمال تر څنګ په سويل کي هم يو شمېر مسيحيان خپل پلويان کړي دي ولي چي په هيواد کي د اداري فساد د ختمولو ژمني کوي.

ګوډلک جانتن چي عمر يې ۵۲ کاله دی، د نايجېريا د مسيحيانو څخه دی. په تيرو وختونو کي هغه په دې د سختو انتقادونو سره مخامخ سوی ، ولي چي ورباندي تور لګول کيږي چي د بوکوحرام او ترهګرۍ پر ضد يې په قاطعيت سره اقدام نه دی کړی. خو د هغه په هکله بيا هم زيات اټکل کيږي چي دغه ټاکني به وګټي او ولسمشر به پاته سي.