1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مديترانې سمندرگي کي ۲۰ تنه کډوال ډوب سوي

دويچه ويله/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ شهریور ۲۳, یکشنبه

په مديترانې سمندر گي کي يووار بيا د پناه غوښتونکو په کښتۍ کي يوه پېښه رامنځ ته سوې ده. ويل کيږي چي اروپا ته يووار بيا د ځان رسولو په هڅه کي احتمالاً لږ تر لږه ۲۰انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1DC5O
انځور: picture-alliance/ROPI

د چارواکو په وينا دغه پيښه د شنبې په سهار رامنځ ته سوې ده او دوی تر اوسه پور د ۲ تنو جسدونه له اوبو څخه را ايستلي دي چي يو يې کوچنی او بل يې يوه ښځه ده. زياته سوې ده چي د ۲۰ تنو ورکو سوو پناه غوښتونکو د پيدا کولو تلاښ لا ادامه لري.

ويل سوي دي چي په کرېټا کي له اوبو څخه يو ژغورل سوی کوچنی تر درملني لاندي دی چي سخت يخ وهلی دی.

د دغه کوچني ژوند له ګواښ سره مخامخ دی. د کرېټا د ساحلي سرحد ساتني يوه چارواکي ويلي دي چي د وخت په تېرېدو سره هغه هيلي هم مخ پر کمېدو دي چي د کښتۍ له حادثې څخه به ژوندي پاته سوي سپارلي پيدا سي. دوی د پيښي په ځای کي تر اوسه پوري ۶ انسانان ژوندي ژغورلي دي.

چارواکو ويلي دي چي د شنبې په سهار دوو بېړيو په اوبو کي د پناه غوښتونکو هغه کښتۍ موندلې وه چي پيښه پکښې رامنځ ته سوې ده. دغو بېړيو بيا د ساحلي سرحدي ساتونکي ادارې ته خبر ورکړی وو، چي هغوی په سمدلاسه توګه د دغي کښتۍ د سپارليو د ژغورلو په تلاښ کي سول.

په عيني وخت کي د يونان ساحلي ساتونکي ځواک د اوونۍ په پای کي ۳۸۸ پناه غوښتونکي له اوبو څخه ژغورلي دي. په دغو کي ۷۰ انسانان د ډوبېدو په حال کي ول چي له اوبو څخه را وايستل سول.

ساحل ساتونکي ځواک ويلي دي چي د اوبو له لاري د راتلونکو پناه غوښتونکو شمېر ورځ تر بلي مخ پر ډېرېدو دی. زياته سوې ده چي په دغو پناه غوښتونکو کي زياتره د افغانستان او سوريې سره وکړي ول.

د رسنيو د راپورونو له مخي د اېټاليا د مهاجرو کمپونو بالکل ډک سوي دي او د نورو کډوالو له پاره پکښي ځای نه سته. دا په داسي حال کي ده چي يوازي په تيرو دوو ورځو کي ۱۵۰۰ کډوال ورته راغلي دي.