1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مديترانه کي ۴۲۰۰ کډوال ژغول سوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۹, شنبه

اروپايي بېړيو په يوه ورځ د مديترانې په اوبو کي تر ۴۲۰۰ زيات مهاجر چي په کښتيو کي سپاره ول ژغورلي دي. خو ۱۷ کسانو ته مرسته ناوخته رسېدلې ده. دغو کډوالو د ليبيا له ساحلونو څخه اروپا ته حرکت کړی وو.

https://p.dw.com/p/1FZKk
انځور: S. Jonack/Bundeswehr/PAO Mittelmeer/dpa

د ايټاليا سمندري ځواکونو د تويتر له لاري خبر ورکړی دئ، چي يوازي د جمعې په ورځ په مديترانه کي نزدې ۴۲۰۰ مهاجر ژغورل سوي دي. په ژغول سوو کي ۱۵ کوچنيان هم شامل دي. د اروپايي ټولني د سرحدونو ساتلو ماموريت په دغو عملياتو کي ۱۷ جسدونه هم موندل سوي دي.

د ايټاليا ساحلي ځواکونو ويلي دي چي د جمعې په ورځ د ليبيا له ساحلونو څخه روانو سوو ۱۷ کښتيو بېړنۍ اړيکي ورسره نيولي دي. دوی ويلي دي چي په درو پړسول سوو کښتيو کي چي په سوونو نور انسانان هم سپاره ول ۱۷ جسدونه موندلي دي. دوی د دغو کسانو د مرگ علت نه دی ويلي.

مهاجر اکثره وخت په کښتيو کي د گرمۍ، يخنۍ، نه څښاک، تر پښو لاندي کېدل يا زورزياتي قربانيان وي. دا په روان کال کي په مديترانه درياب کي د مهاجرو تر ټولو زيات شمېر دئ چي ژغورل کيږي.

د روان کال د اپريل مياشتي پر ۱۲ نېټه ۳۷۹۱ انسانان په مديترانه کي وژغورل سول او د می مياشتي پر ۲ نېټه ۳۶۹۰ مهاجر وژغول سول. د روان کال له پيل راهيسي ايټاليا ته د اوبو له لاري په زرونو کډوال رسېدلي دي. دغه راز په روان کال کي اروپا ته د رسېدو پر لار په اوبو کي تر ۱۷۷۰ زيات انسانان وژل سوي دي.

د پسرلي په ښه هوا کي په زرونو کډوال د مديترانې اوبو له خطرناکو لارو اروپا په ناکاره کښتيو کي روانيږي چي ډېر ئې ژوندي نه پاتيږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل