1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لیبیا کې کډوال: «له هرې خوا نه نا امیدي»

شمس الرحمن ناصر / ميري لاين دوماس۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۲, شنبه

داسې کشتۍ چې د سفر جوگه نه وي د اروپا پر لور روانیږي. په دغو کې له خپلې اندازې ډیر کډوال سپاره وي چي د یو بهتر راتلونکي په هیله اروپا ته مخه کوي. د ډوبیدو په وحشاتناکو پيښو کې په سلهاؤ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

https://p.dw.com/p/1FJ4R
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Montanalampo
د لیبیا پلازمېنې طرابلس د کشتیو د ساحلي بندرگاه په هغه برخه کي چيري چي د سمندري پوله ساتي ځواک ډګر دی، په اصل کي باید شورماشور وای. خو اوس پکښي یوه خاصه خاموشي خپره ده او داسې هیڅ څوک نه معلومیږي چې په کار دي بوخت وي. د پوله ساتي ځواک د ماموريت مشر شوبی بشیر باید په د دې ځای کنترول وکړي. خو د دې پر ځای چې بشیر هغه کشتې وشميري چې په روغي او کار ته تياري دي، نوموړی د هغو کشتیو په حسابولو بوخت وي چې ترمیم او رغونې ته اړتیا لري.

بشير د سپئرپارټس یا اضافي پرزو له کمښت څخه شکایت کوي. د ساحلي گارد یو تن غړی وایې چې صرف یوه فعاله کشتې په اختیار کې لري: « زه په خپله یوه شخصي کوچنۍ کشتې لرم چې نورې کشتۍ کشولای شي. کله کله مونږ له هغې څخه استفاده کوو. په دې توګه مونږ له خپلو شخصي امکاناتو څخه کار اخلو.»

۱۸۰۰ کلومتره ساحل


د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ میاشتې راهیسې د لیبیا ساحلي گارد د گزمې کول بند کړي دي. دغه ځواکونه یوازې په هغه صورت کې د کډوالو د کشتې مخه نیسې چې دوی اطلاع ترلاسه کړي چې د کډوالو یوه بیړۍ د ایتالیې د لمپيدوزا د ټاپو پر لور په حرکت کې ده.

قاچاقبران د دې له پاره چې د کډوالو کشتې د ایتالیې پر لور واستوي د لیبیا د ساحل له شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره ساحې څخه په ډیرې اسانۍ سره تیریږي. په سمندر کې د ایټالیې د لمپيدوزا تر ساحل پوری ټول ۳۰۰ کیلومتره لاره ده.

د معمر القذافي د واکمنۍ پر مهال په دې برخه کې له اروپا سره گډه همکاري موجوده وه. لیبیا به د ساحل څارنه کوله او اروپا ته د په سلهاؤ کډوالو د ورتگ مخه به یې نیوله. کډوال به یې په هغو کمپونو کې بندیان کول چیرې چې شکنجه او جنسې تیری ورځنی معمول گرځیدلی وو.

د قذافي وروسته

د قذافي د رژیم تر نسکوریدو وروسته دغه هیواد وپاشل شو او د یو شمیر سیمو کنترول د ملیشه و په لاس کې ولوېد. په داسي يو حال کي قاچاقبران بې له کومې ستونزې کولای شي کډوال د کشتیو په وسیله د اروپا پر لور ولیږدوي. د لیبیا د ساحلي گارد مشر محمد بایتي وایې کله چې ورته اطلاع ورسيږي نو دوی درې تنه له یوې کشتې سره روانیږي، څو د کډوالو مخه ونیسي.

محمد بايتي زیاتوي: « تورپوستان نه غواړي چې بیرته ستانه شي. دوی غواړي اروپا ته ځان ورسوي. کله چې مونږ هغوی بیرته راگرځوو، کله کله دوی ژاړي او کوښښ کوي چې کشتې ویجاړه کړي.»

نوموړی زیاتوي زیاتره وختونه کله چې سمندري گارد د مهاجرو کشتۍ ووینې نو په هغه صورت کې دوی ته نږدې پر تجارتي کشتیو د مرستې غږ کوي. بایتې وایې د نړیوال سمندري قانون پر بنست دوی مجبوره دي چې د ژغورنې په ماموریت کې د سمندري گارد ملاتړ وکړي.