1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قطر کي د کارگرانو د وضعيت په اړه انديښنې

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

ایمنستي انټرنیشنل، په قطر کې د بهرنیو اتباعو چې په کورونو کې د خدمت کوونکو په توگه کار کوي، د کاري شرایطو په اړه د غندنې ډکه یوه ارزونه وړاندي کړې ده.

https://p.dw.com/p/1Bmir
انځور: AP

په دغه تورونو کې د کار په برخه کې د معاش او شرایطو په هکله غلط بیاني، فزیکي ناوړه استفاده او جنسي تیری شامل دی.

د بخښنې نړیوال سازمان «ایمنسټي انټرنیشنل» د چهارشنبې په ورځ یو رپوټ خپور کړی دی. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د قطر هیواد چارواکي د شاوخوا ۸۰ زرو بهرنیو اتباعو په ساتنه کې پاته راغلی دی چې په دغه هیواد کې په کورونو کې د کار له پاره استخدامیږي. د دغو بهرنیو کارکوونکو زیاتره برخه ښځي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان له خوا دغه چمتو شوی رپوټ «زما خوب یوازي د دمي وخت دی: په قطر کې د کورني کارکوونکو څخه ناوړه استفاده» نومیږي. ایمنسټي انټرنیشنل دغه رپوټ ټکان ورکوونکی بللی دی.

له هغو ښځو سره چې مرکې شوي دي، د مهمو موضوعاتو لکه د معاش او کاري شرایطو په هکله غلطي ژمني شوي دي. دغه ښځي حتی په اوونۍ کې اووه ورځې چې سل ساعته کیږي، کار کوي. پر دې سربیره له گواښ، فزیکي ناوړي استفاده او له جنسي تیري سره مخامخ دي.

د بخښني د نړیوال سازمان د نړیوالو موضوعاتو مشر ادرې گاوگران وایي: «په کورنو کې د خدمو په توگه کارکوونکي کډوال د تبعیضي چلند د سیستم قرباني دي، چې د هغوی د اساسي خوندیتوب مخه نیسي. هغوی د اجباري کار او د انسان د قاچاق په شمول د استثمار او بد چلند په خدمت کې ورکول کیږي.» نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده:

«موږ له ښځو سره خبري کړي دي چې په نه باوریدونکي ډول فریب ورکړل شوی دی. هغوی خپل ځان په داسې یوه دام کې راگیر بولي چې باید د ناوړه چلند کوونکو کار فرمایانو پر شفقت باندې تکیه وکړي. هغوی ته له کور څخه د وتلو اجازه نه ورکول کیږي. یو شمیر ښځو وویل، کله چې یې خپل کار فرمایانو ته وویل چې غواړي کار پریږدي، نو له هغوی سره فزیکي ناوړه چلند شوی دی.»

د بخښنې د نړیوال سازمان، د څېړنو له مخې، له دغو ۸۴ زره بهرنیو کسانو څخه چې د کورونو په داخل کې کار کوي، زیاتره یې ښځي دي. زیاته شوې ده چې دغه کسان یا له سویلي آسیا او یا هم له سویل ختیځي آسیا وگړي دي.

دغه رپوټ په ځانگړې توگه په دې اړه نیوکه کوي چې د قطر د کارگرو قوانین له کورني کارکوونکو څخه ملاتړ نه کوي. دا په دې معنی چې د مهمو موضوعاتو لکه معاش، د رخصتۍ ورځي او د کار کولو د ساعتونو په اړه هیڅ ډول وضاحت موجود نه دی. د قطر د بهرنیو چارو وزارت، ایمنسټي انټرنیشنل ته یوه کتبي اعلامیه استولې ده چې په هغه کې یې په مطلقه توگه د حفاظتي یا خوندیتوب د قوانینو، نه موجودیت رد کړی دی.

په دغه اعلامیه کې راغلي دي: «د کارگرو له قانون څخه د دغه گروپ حذف کول، په دې معنی نه دي چې گويا د هغوی د قانوني خوندیتوب په اړه هیڅ قوانین وجود نه لري.»

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې د یوه ډیر سخت مورد په هکله یادونه کړې ده. د رپوټ له مخې کله چې یوې ښځي غوښتل چې د خپل کار فرما له خوا له جنسې تیري څخه و تښتي، نو ځان یې له کړکۍ څخه وغورځاوه. د هغې دواړه پښې ماتي شوي دي او شمزۍ یې کسر کړی دی.

رپوټ زیاتوي، کار فرما مخکې له دې چې امبولانس راغوړي له خدمې سره يې ناوړه جسني چلند کړی دی. زیاته شوې ده چې دغه ښځه تر شپږو میاشتو وروسته اوس هم د معیوبانو له چوکۍ یا «ویل چیر» څخه استفاده کوي.

دغه رپوټ زیاتوي، هغه ښځي چې له بد چلنده کورنیو سره کار کوي، په یوه سخت دام کې راگیرې شوي دي. کاوگران په دې اړه وایي: «هغه ښځي چې له بد چلنده کورنیو سره کار کوي، له ډیرو ناوړه شرایطو سره مخامخ دي. هغوی یوزاي څو انتخابه لري: که چیري هغوی وغواړي یوازي له کور څخه ووځي، دا امکان لري چې د یوه «فراري» په توگه زندان ته واچول شي او له هیواده وایستل شي.»

د بهرنیو هیوادونو له کار کوونکو سره د قطر هیواد چلند ته په داسي حال کي توجه شوې ده، چې په ۲۰۲۲م کال کې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو د چمتووالي له پاره په زرونو کارگر په دغه هیواد کې استخدام شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د دغه رپوټ د چمتو کولو پر وخت پر نورو معلوماتي منابعو سربیره، له ۵۲ تنو ښځو، حکومتي چارواکو او د هغو هیوادونو له سفارتونو سره چې اتباع یې په دغه هیواد کې کار کوي، خبري کړي دي.