1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قزاقستان کې ولسمشریزي ټاکنې تر سره کیږي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ اردیبهشت ۶, یکشنبه

د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریت قزاقستان کې وخت تر مخه تر سره کیدونکي ولسمشريزي ټاکنې پیل شوي دي. مستبد ولسمشر نظر بایوف غواړي چې تر ۲۵ کاله واکمنۍ وروسته هم په واک کې پاتې شي، خو د هغه پر وړاندې یو قوي سیال نه شته.

https://p.dw.com/p/1FF7D
انځور: Galim Faskhutdinov

په پلازمینه آستانه کې د ټاکنو کمېسیون خبر ورکړی دی چې پر کابو لس میلیونه خلکو باندې د رایې ورکولو له پاره غږ شوی دی. د نور سلطان نظر بایوف تر څنگ دوو نورو نوماندانو ته د پیاوړو سیالانو په سترگه نه کتل کیږي. د رایې ورکولو بهیر د سیمې پر وخت د سهار په اوو بجو پيل شوی او د ماښام تر اتو بجو پورې به ادامه ولري. د ټاکنو پایلې به د دوشنبې په ورځ اعلان شي.

اقتصادي بحران

په اصل کې نورسلطان نظر بایوف، تر ۲۰۱۶م کاله پورې په واک کې د پاتې کیدو اجازه درلوده. خو یوه اقتصادي بحران ته په کتو سره وخت تر مخه تر سره کیدونکي دغه ټاکنې باید نوموړی ۷۴ کلن د یو شمیر د ناخوښو اقدماتو له پاره پیاوړی کړي. په دغو اقداماتو کې له کارونو څخه د ډیرو خلکو لیرې کول او په معاشونو کې کموالی شامل دی. په ۲۰۱۱م کال کې هم نظربایوف د نړیوال اقتصادي بحران له کبله د وخت تر مخه د ټاکنو په تر سره کولو سره د واک د ټینگیدو هڅه کړې وه. هغه مهال نظر بایوف کابو ۹۶ سلنه رایې تر لاسه کړې وې.

دغه هیواد د بشري حقونو څخه د سرغړونې له کبله د نړیوالو تر انتقاد لاندې دی. له دې سره سره دا خبره یقیني ده چې نظربایوف به په لوی اکثریت سره د یوې بلې دورې له پاره وټاکل شي. اپوزیسیون ټاکنو ته خپل کوم کاندید نه دی وړاندې کړی. خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې د پخواني شوروي اتحاد په دغه جمهوریت کې هیڅکله هم آزادې ټاکنې نه دي تر سره شوي.

خبري آژانسونو د نظر بایوف له قوله لیکلي دي: «زه پر دې ډاډمن یم چې قزاقان به تر هر څه لومړی د دې هیواد د اقتصادي ثبات له پاره خپلې رایې وکاروي.» زیاته شوې ده چې هغه په عین وخت کې د ادارې اصلاحاتو لکه په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو اعلان هم کړی دی.