1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرگوسن کي د مظاهرو لړۍ دوام لري

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ آذر ۵, چهارشنبه

د امریکا په فرگوسن ښار کې د یوه تورپوستي ځوان د وژل کیدو په هکله د قضایې هیئت تر پریکړې وروسته له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو سلسله روانه ده. د وضعیت د کنترولو له پاره چارواکو د ملي گارد د ډیرو ځواکونو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1Du4H
انځور: Reuters/L. Nicholson

د امریکا د میسورې ایالت گورنر جې نکسن پر روان وضعیت د مایوسۍ په څرگندولو سره د ملي گارد د سلونو عسکرو غوښتنه کړې ده. د تورپوستي مایکل براون په قضیه کې د محکمې تر پریکړې وروسته د میسوري ایالت په فرگوسن ښار کې له تاوتریخوالي ډکو پيښو لړۍ روانه ده. د محکمې قضایې هیئت تصمیم نیولی دی چې د مایکل براون د ویشتلو په تور تورن پولیس ډیرن ولسن د شواهدو د نشتوالي له امله نه محاکمه کوي.

د میسوري گورنر یوه خبري کانفرانس ته د وینا پر مهال وویل چې د دوشنبې په ورځ د ملي گارد نږدې ۷۰۰ عسکر گومارل شوې ول چې اوسمهال په سیمه کې تر ۲۲۰۰ ډیر امنیتي ځواکونه پر دندو گومارل شوې دي.

د دې برعکس د فرگوسن ښاروال جیمز ناؤلز، د گونر جی نکسن پر غبرگون نیوکه کړې. د هغه په خبره نکسن د ملي گارد د مؤظفولو په برخه کې ځنډ کړی دی.

د سه شنبې په شپه په فرگوسن ښار کې لږترلږه لس دوکانونه او مغازې سوځول شوې ول. سیمه ییز پولیسو د غیر قانوني وسلې، چور او چپاول او غیرقانوني غونډو په تور شاوخوا ۶۱ تنه نیولي دي. مظاهره کوونکو پر پولیسو فيرونه وکړه، هغوی يې په ډبرو وویشتل او موټرو ته یې اور لگولې.

پولیسو هم په ځوابي عمل کې د مظاهره کوونکو د تیت او پرک کولو په موخه له اوښکي بهوونکي گاز څخه استفاده کار اخيستی.

د سه شنبې په ماښام د امریکا ولسمشر بارک اوباما په شکاگو کې ولس ته د یوه تلویزوني وینا په ترڅ کې روان وضعیت په سختو الفاظو وغانده. هغه وویل: «د ودانیو او موټرو سوځول، د تجارتي ساختمانونو ویجاړول او د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کول دا ټول هیڅ جواز نه لري.»

اوباما د تاوتریخوالي په پيښو کې د ټولو لاس درلودونکو کسانو پر وړاندي د قانوني اجراتو امر کړی دی. نوموړي پر دواړو خواو ټینگار وکړ چې په سوله ییزه توگه دي خپل هدف ته د رسیدو کوښښ وکړي. اوباما زیاته کړه چې ولس دي د نژادي تعصباتو د حل په برخه په بحثونو او خبرو اترو کې رغنده رول ولوبوي.

په فرگوسن ښار کې د یوه پولیس په فيرونو د مایکل براون تر وژل کیدو وروسته وضعیت ډیر خراب شوې دی. تر دغې پیښې وروسته له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو لړۍ تر څو اونیو پوري روانه وه او د نژادي امتیاز بحثونه تاوده شول.

د دوشنبې په ورځ قضایې هیئت پریکړه وکړه چې د پولیسو افسر ډیرن ولسن د خپل دفاع له پاره فيرونه کړي ول، له همدې امله هغه نه محکمه کیږي. تر دغې پریکړي وروسته په فرگوسن ښار کې له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو لړۍ روانه ده. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په یو شمیر نورو ښارونو کې هم احتجاجي مظاهرې شوې دي.