1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فراه کي څلور ښځي په مرموز ډول وژل سوي

عتيق الله اڅکزی۱۳۹۳ مهر ۲۶, شنبه

د افغانستان په لوېدیځ فراه ولایت کې د څلور ښځو مړي موندل شوي دي. د دغه ولايت چارواکي وايي چي د دغو ښځو جسدونه ئې بازار ته نژدې په يوه سيمه کي موندلي دي. چارواکي ادعا کوي چي دغه ښځي د زنا په تور وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1DY4Y
انځور: gemeinfrei

د فراه د والي وياند جواد افغان د جمعې په ورځ ناوخته په سيمه کي د دويچه ويله خبريال ته ويلي دي چې له دې ښځو څخه يوه يې د هرات د شينډنډ ولسوالۍ او درې نوري يې د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکي وې.

د افغان په خبره دغه ښځي څو ورځي دمخه له نامعلومو کسانو سره تښتېدلي وې . هغه ويلي دي چي څلور سره ښځي د توپکچې په مرمۍ وشتل شوي او وژل شوي دي. د هغه په خبره د ښځو جسدونه د ګورجي په سیمه کې غورځول شوي ول چې وروسته د پولیسو له خوا د فراه ولایت رغتون د عدلي طب څانګي ته انتقال شوي دي.

د فراه د عامه روغتون د يوه ډاکټر په خبره د دغو ښځو يوه يې د پاخه عمر او او درې نوري يې ځواناني دي.

دا چي دغه ښځي ولي وژل شوي تر اوسه پوريې په اړه معلومات نشته او د پيښه پړه هم چا پر غاړه اخيستې نه ده.

خو د فراه ولايت د ښځو چارو ریاست مشره آغلې لیلیما صدیقي د پيښي پر تائيد سره بيره ويلي دي چي د دغو ښځو مېړونو د نشه يي موادو په نشو اخته ول.