1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غور کي وسله والو ۱۵ ملکيان وژلي دي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۳, جمعه

افغان چارواکي وايي چي په غور ولايت کي وسله والو کسانو د دوو موټرانو مسافران راتا کړي او د سړک پر غاړه يې په مرميو ويشتلي او وژلي دي. د دغه ولايت امنيې قوماندان د پيښي مسئولان وسله وال طالبان بللي دي.

https://p.dw.com/p/1CiiZ
انځور: picture-alliance/Jane Sweeney

د ولايت وياند عبدالحي خطيبي د جمعې په ورځ (۲۰۱۴م کال د جولای ۲۵مه) د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د دغو دوو موټرانو له مسافرانو څخه چي د پنجشنبې په ناوخته ماښام وژل سوي دي يوازي يو تن په تېښته بريالی سوی دی.

په وژل سوو کسانو کي ۱۱ نارينه، درې ښځي او يو کوچنی شمال دی.

د غور ولايت وياند وويل: «وسله والو کسانو په غور کي د دوو موټرانو مسافران راتا کړي او د سړک پرغاړه يې يو کتار درولي او ويشتلي دي. يوازي يو سړی په تېښته بريالی سوی دی. نور ټول فسافران پر سر او په ځيگر کي په مرميو ويشتل سوي دي.»

د غور ولايت امنيه قوماندان فهيم قايم پيښه تائيد کړې ده او ويلي يې دي چي دغه عمل وسله والو طالبانو تر سره کړی دی.

ويل کيږي چي پيښه چغچران ته نژدې د کابل پر لار رامنځ ته سوې ده. او زياته سوې ده چي دغه موټران کابل ته روان ول.

په افغانستان کي وروستۍ پيښي د ملکي تلفات ډېرښت ښيي. تيره ورځ هم په تخار ولايت کي شپږ تنه ملکي وگړي ووژل سول او نزدې ۲۶ کسان نور ټپيان سول.

دغه راز تيره ورځ په هرات ولايت کي پر موټر سايکل سپرو نامعلومو کسانو پر دوو فنلندۍ ښځو فيرونه وکړل او دواړي يې ووژلې.

دا په داسي حال کي ده چي ملگرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو د افغانستان په جنگ کي له ښکېلو غاړو څخه غوښتي دي چي پر ملکي هدفونو باندي يرغلونه نه وکړي.

د ملگرو ملتونو وروستی راپور ښيي چي د روان کال په لومړی شپږو مياشتو کي د تيرکال د دغه وخت په پرتله د ملکي وگړو مرگ ژوبله زياته سوې ده.

په راپور کي زياته سوې ده چي د دغو تلفاتو ډيره برخه د وسله والو طالبانو د يرغلونو په ترڅ کي رامنځ ته سوې ده.