1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزې کې سخته جگړه دوام لري

مسعود جهش (dpa, AFP, Reuters)۱۳۹۳ مرداد ۷, سه‌شنبه

اسرائیلو پر غزې تراړې باندې نوې بمبارۍ کړې دي چې په ترڅ کې یې د حماس د ډلې د مرستیال کور په نښه شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د ملگرو ملتونو سرمنشي د «بشریت له پاره» د روان تاوتریخوالي د دریدو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1Clqn
انځور: Reuters

د سه شنبې ورځې په بمباریو کې له ۱۶ څخه ډیر فلسطینیان ووژل شول او لږ تر لږه ۵۰ تنه نور ټپیان شول. د امنیتي چارواکو په خبره په دې ورځ اسرائیلي جټ الوتکو، ټاکونو او جنگي کښتیو خپل بریدونه پر غزې باندې متمرکز کړل.

تر بمباریو لږ مخکې اسرائیلي پوځ په سیمه کې داسې پاڼې خپرې کړې چې په کې له ملکي فلسطینیانو څخه غوښتل شوي وو چې خپل کورونه پریږدي او امنو ځایونو ته پناه یوسي.

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کیمون، ویلي دي چې هغه له دې کبله اندیښمن دی چې اسرائیلي پوځ له الوتکو څخه په سیمه کې پاڼې خپروي او له خلکو څخه د سیمې د خالي کولو غوښتنه کوي. بان وویل چې له کورونو څخه د فلسطینیانو وتل به د هغوی د لا ډیرې درد لامل شي. د ملگرو ملتونو سرمنشي گواښ وکړ چې اداره یې له یوه لوی بشري ناورین سره د مقابلې توان نه لري.

اسرائیلي پوځ همداراز د حماس د ډلې د مرستیال اسماعیل هنیه، پر کور باندې هم بریدونه وکړل. په دې برید کې د هنیه کور ویجاړ شوی دی خو لا تر اوسه پورې په پیښه کې د مرگ ژوبلې په اړه رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

له بلې خوا د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدیرا، ویلي دي چې پر یوه کور باندې د برید په پایله کې سهار وختي نهه فلسطینیان ووژل شول. هغه زیاته کړې ده چې د همدې کورنۍ اووه تنه نور غړي تر دې مخکې په یوه بل برید کې وژل شوي وو.

په همدې حال کې پر اسرائیلو باندې د حماس د توغندیو بریدونو هم د شپې له خوا دوام لاره. په تل ابیب کې د دغو بریدونو له کبله د خطر زنگونه هم غږول شوي دي. لا تر اوسه پورې د بریدونو په پایله کې د رامنځ ته شوې مرگ ژوبلې په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د سه شنبې په ورځ وختي اسرائیلي پوځ وویل چې پنځه سرتیري یې له فلسطیني کوماندو ځواکونو سره په جگړه کې وژل شوي دي. دغه کوماندو ځواکونو هڅه کوله چې د تونلونو له لارې ځانونه اسرائیل ته ورسوي. په دې ترتیب سره په غزې کې د جگړې له پیلیدو راهیسې تر اوسه پورې ۵۳ اسرائیلي سرتیري، دوه ملگي او یو تایواني وگړی وژل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د فلسطیني وژل شویو کسانو شمیر ۱۱۰۰ تنو ته رسیږي چې په کې ډیر شمیر ملکي وگړي هم شامل دي.

تاوتریخوالی باید ودریږي

په غزې کې د روانې جگړې له تاودیدو سره ملگرو ملتونو یو ځل بیا د هغې د ختمیدو غوښتنه وکړه. د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره تر خبرو وروسته، د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کیمون، وویل: «تاوتریخوالی باید د بشریت به نوم پای ته ورسیږي.»

بان له نتانیاهو څخه وغوښتل چې د اوربند له پاره د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني. خو اسرائیلي لومړي وزیر بیا وویل: «موږ به دغه عملیات د هغو تونلونو تر له منځه وړلو مخکې پای ته و نه رسوو چې یوازینی هدف یې زموږ د خلکو وژل دي.» دا په داسې حال کې ده چې د ایران رهبر ایت الله خامنه یې پر اسرائیل باندې عام وژنې تور لگولی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب