په عکاسۍ کې نوې تخنیک، انځورونه له څرگندو څیرو سره
د نوي تخنیکي او هغو کمرو سره چې د انځورونو د رڼا سیوری مشخص کوي، کولای شو داسې انځورونه پرې واخلو چې ډیر روښانه، واضح او څرگند ښکاره شي. ایراني عکاس سهیل سلیماني، له دې تخنیک سره یو شمیر انځورونه اخیستي دي.
اس او پر اس سپور کس د انځور د نورو برخو په پرتله ډیر څرگند او روښانه ښکاري. اس او سپور کس له انځور څخه د وتلو په حال کې دي.
په دغه انځور کې د ښځې په پرتله د صحرا پر شگو ډیر فوکس شوې دی.
په دغه انځور کې د ستورو ډک آسمان او د ځمکې په پرتله د دماوند غر ډیر څرگند ښکاري.
په دغه انځور کې د هغه سړي په پرتله چې پر آس سپور دی آس ته ډیره توجه شوې ده.
د فارس په خلیج کې دغه سمندري مارغه سترگو ته ډیر نزدې ښکاري.
د صحرایي شگو د نزدې برخې جوړښت نسبت لیرې برخو ته متفاوته ښکاري.
د سپوږمۍ پر مخ لوړې او ژورې په ډیر څرگند ډول معلومیږي.
په دغه انځور کې د صحرا پر شگو فوکس شوی دی. د نورو برخو او فضاء په پرتله شگې ډيرې څرگندې معلومیږي.
په دغه انځور کې د سړي او آسمان په پرتله آس ته ځانگړی توجه شوې ده.
صحرايي شگې په طبقاتي شکل لیدل کیږي.
د تهران د آسمان وریځي په طبقاتي شکل د آسمان په اوږدو کې څرگندیږي.
په دی انځور کی د مرنجاب د بیدیا له څو اړخونو څخه راوتلی لوړې د انسان سترگی تیر باسې.
په دې انځور کې د سړي په پرتله د کمرې فوکس پر هغو تیږو دی چې د ځمکې پر لور د خوځیدو په حال کې دي.
اس او پر اس سپور کس په انځور کې د نورو شاوخوا شیانو په پرتله په څرگند او واضح ډول لیدل کیږي.
په هوا کې معلقې واوره د هغه شخص په پرتله چې په انځور کې ځای لري، څرگند ښکاري.
د څرگندتوب احساس د انسان په سترگو کې څپې وهي. آس او پر آس سپور کس سترگو ته ډیر نزدې ښکاري. دا وو د ایراني عکاس سهیل سلیماني په وسیله اخیستل شوې انځورونه.