1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عربستان کي د شيعه گانو پر مسجد بيا ځانمرگی بريد

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۸, جمعه

په سعودي عربستان کي د شيعه مسلمانانو پر يوه مسجد باندي ځانمرگی بريد سوی. ويل کيږي چي په دغه بريد کي څلور کسانو وژل سوي او ۱۰ نور ټپيان دي. يوه اونۍ دمخه هم په دغه هيواد کي د شيعه مسلمانانو پر مسجد باندي ځانمرگی بريد وسو.

https://p.dw.com/p/1FZ27
انځور د بلي چاودني دئ
انځور: Reuters

په سعودي عربستان کي بيا د شيعه گانو پر يوه مسجد باندي ځانمرگی بريد سوی دئ. دغه يرغل د «قطيف» ولايت په «دمام» ښار کي د «امام حسين» مسجد ته څېرمه سوې ده. دغه بريد د جمعې د لمانځه پرمهال سوی دئ.

د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي بريد کوونکي هغه مهال پر خپل ځان پوري تړلي چاودېدونکي مواد چولي دي، چي د مسجد يوه ساتونکي، مسجد ته د هغه د نور ننوتلو د مخنيو تلاښ وکړ. خو ځينو سرچينو بيا ويلي دي چي ځانمرگي بريد کوونکي له چاودېدونکو موادو ډک موټر د موټرو په تم ځای کي چولی دئ.

ځيني راپورونه بيا وايي چي ځانمرگي بريد کوونکي د ښځو کالي اغوستي ول او غوښتل ئې چي د ښځو په برخه کي خپل ځان وچوي.

د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت وياند اعلان کړی دئ، چي چاودنه د «العنود» مسجد ته څېرمه سوې ده، او ويلي ئې دي چي امنيتي ځواکونه په دې توانېدلي دي چي پر لمونځ کوونکو د یوه تروريستي بريد مخه ونيسي.

د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت د وياند په خبره، امنيتي ځواکونه پر ځانمرگي بريد کوونکي باندي شکمن سوي ول او هغه مخکي له دې چي مسجد ته ننوزي خپل ځان ئې چولی دئ.

د تيري جمعې په ورځ هم د «قطيف» ولايت په «قديح» ښارگوټي کي په «علی ابن ابی طالب» مسجد کي ځانمرگي بريد وسو. په دغه بريد کي چي د جمعې د لمانځه پر مهال وسو، ۲۱ کسان ووژل سول او تر ۸۰ زيات ټپيان سول. قطيف ولايت په سعودي عربستان کي د شيعه اقليت د اوسېدو سيمه ده.

پر «دمام» مسجد باندي د ځانمرگي بريد په اړه تر اوسه پوري نور جزئيات نه دي خپاره سوي. خو اسوشېتدپرس خبري آژانس ويلي دي چي د دغه يرغل مسئولت «اسلامي دولت» ډلي پر غاړه اخيستی دئ.

په سعودي عربستان کي د تيري اونۍ د ځانمرگي بريد مسئوليت هم افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر غاړه واخيست. دغي تروريستي ډلي په يوه اعلاميه کي دغه راز ويلي ول چي شيعه گانو ته «توري ورځي» گوري.