1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شمالي وزيرستان کي مځکني عمليات پيل سول

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۳ تیر ۹, دوشنبه

پاکستان په شمالي وزیرستان کې د یاغیانو پر ضد ځمکني عملیات پیل کړل. د پوځ د دغو هوايي او مځکني عملياتو په پایله کې ډیر ملکي وگړي له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.

https://p.dw.com/p/1CShf
انځور: A Majeed/AFP/Getty Images

ځمکني عملیات په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو دوهم پړاو دی. په دې غرنۍ سیمه کې چې د افغانستان او پاکستان پر پوله پرته ده، پوځي عملیات د پاکستاني طالبانو او نورو یاغي ډلو د ځپلو په موخه پيل شوي دي. د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د روان کال د جون میاشتې پر ۱۵مه نیټه عمليات پیل کړل.

د عملیاتو لومړۍ پړاو یوازي هوایي بریدونو ته محدود وو. په دې پړاو کې همداراز سیمه ییزو اوسیدونکو ته وخت ورکړل شو چې د جگړې له سیمې څخه ځانونه وباسي.

واشنگټن او کابل تل له پاکستان څخه غوښتي دي چې په دې سیمه کې د یاغیانو پر ضد عملیات تر سره کړي. هغوی ادعا کوي چې په افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد عملیات هم ډیر وخت له همدې سیمې څخه پلانیږي. خو پاکستان بيا تل دغه خبري رد کړي دي.

د عملیاتو په دوهم پړاو کې پوځ په میران شاه کې کور په کور تلاشي پيل کړې ده. د پوځ له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د ځمکني عملیات په لومړنیو مرحلو کې ۱۵ یاغیان وژل شوي دي. د پاکستان په میران شاه کې پر پاکستاني طالبانو سربیره یو شمیر نوري یاغي ډلې هم حضور لري.

په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات تر هغه وروسته چې یاغیانو د کراچي پر نړيوال هوایي ډگر برید وکړ او ۲۶ کسان یې ووژل پيل کړل. په دغه يرغل کې لس تنه حمله کوونکي هم ووژل شول.

په شمال وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له پیلیدو راهیسې ۳۷۶ یاغیان وژل شوي دي. د پوځ په بیانیه کې همداشان روښانه شوې ده چې ۱۷ پوځیان هم وژل شوي دي. تر عملیاتو دمخه هم ژورناليستانو کولای نه شوای چې شمالي وزیرستان ته ولاړ شي، خو اوس چې په دې سیمه کې پوځي عملیات روان دي دا کار لا ډیر سخت شوی دی نو له همدې کبله د تلفاتو شمیرې د کومي خپلواکې سرچیني له خوا تائید شوی نه دی. په ځمکني عملیاتو کې همداراز درې تنه پوځیان ټپیان شوي هم دي.

تر دې دمخه هم پاکستان له افغانستان سره پر پوله پوځي عملیات ترسره کړي دي، چي يوه نمونه يې په ۲۰۰۹ کال کي د سوات په دره کي عمليات ول.

پاکستاني طالبان غواړي چې د دې هیواد حکومت راوپرځوي او اسلامي سخت قوانین نافظ کړي. دغه ډله کله نا کله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې بمې بریدونه ترسره کوي.

که څه هم چي د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف حکومت ډیري هلي ځلي کړي دي چې له طالبانو سره خبري اتري وکړي، خو دغو هڅو کومه نتيجه ورکړې نه ده.