1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سيول کي د امريکا سفير په چړې وهل سوی

APE,afp,rtr۱۳۹۳ اسفند ۱۴, پنجشنبه

د جنوبي کوريا په پلازمېني سيول کي د امريکا متحدو ايالاتو سفير د وينا پرمهال د ږيري خريولو په چړې وهل سوی او باړخو ئې څيري سوی دئ. يرغل کوونکي د جنگ پرضد او دواړو کورياوو د يوځای کېدو شعارونه ورکول. هغه ونيول سو.

https://p.dw.com/p/1ElDZ
انځور: picture alliance

د جنوبي کوريا پوليسو خبر ورکړی دئ، چي د دغه هيواد په مرکز سيول کي د امریکا متحدو ايالاتو پر سفير مارک ليپرت باندي د ږيري خريولو په يوې غټي چړې سره يرغل سوی دئ. د پوليسو په خبره ليپرت پر مخ او يوه لاس باندي ټپي سوی دئ.

د پوليسو په وينا، يرغل کوونکي نارې وهلي چي رقابت کوونکي کورياوي بايد سره يو سي. په تلويزيون کي د ۴۲کلن امريکايي ديپلومات داسي انځورونه ښکاره سول چي باړخو او يو لاس ئې په وينو کي لژند وو.

پر ليپرت باندي د سيول په يوه فرهنگي مرکز کي د وينا پر مهال يرغل سوی دئ. په سيول کي د امريکا متحدو ایالاتو يوه وياند ويلي دي چي د ليپرت روغتيايي وضعيت ښه دئ.

دغه امریکايي ديپلومات په سيول کي د تيرکال په اکتوبر مياشت کي خپله دنده پيل کړې ده. د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما له ليپرت سره تليفوني خبري کړي او هغه ته ئې د ښې روغتيا غوښتنه کړې ده.

د جنوبي کوريا د پلازمېني سيول د پوليسو د معلوماتو له مخي يرغل کوونکی نيول سوی دئ. دوی دغه کس ۵۵ کلن کيم ک، معرفي کړی دئ.

کيم په ۲۰۱۰م کال کي په سيول کي د جاپان پر سفير باندي د ډبرو يرغل کړی وو. د يونهاپ خبري آژانس په حواله يرغل کوونکی بايد د ملي چپيانو له ډلي څخه وي.

د تلويزيوني راپورونو پر اساس دغه کس چي د کوريا سنتي کالي ئې اغوستي ول د يرغل پرمهال ئې د جنگ پرضد شعارونه ورکول.

جنوبي کوريا او امریکا متحدو ايالاتو د دوشنبې په ورځ خپل گډ کلني پوځي مانورونه پيل کړل. پر دغو مانورونو باندي شمالي کوريا سختي نيوکي وکړې او په غبر گون کي ئې دوه د لنډ واټن توغندي وتوغول.

د شمالي کوريا واکمن کيم جنگ اون، د دغو مانورونو ترمخه لا خپل پوځ ته لارښوونه کړې وه، چي «له امریکا او د هغه له متحدانو» سره جنگ ته تياری ونيسي.

د شمالي کوريا د رسمي رسنيو د راپور له مخي، د دغه هيواد واکمن د تيري شنبې په روځ (۲۰۱۵م کال د فيبرورۍ ۲۸مه) د امريکا او جنوبي کوريا د گډو پوځي مانورونو په غبرگون کي وويل: «پوځ بايد ښه تمرين وکړي، څو موږ وکولای سو د امریکا بيرغ ټوکر ټوکر کړو.»