1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوډان کې په سوونو ملکي کسان وژل شوي دي

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۳ اردیبهشت ۲, سه‌شنبه

د زور زیاتیو په وروستیو پيښو کې یاغیانو د بنیتو په نفت لرونکي ښار کې په سلهاو ملکي وگړي وژلي دي. د ملگرو ملتونو سازمان وايي چې اوس مهال تر ۱۲۰۰۰ ډیرو ملکي وگړو د ملگرو ملتونو سازمان مقر ته پناه وړې ده.

https://p.dw.com/p/1Bm1M
انځور: AFP/Getty Images

په جنوبي سوډان کې وروسته تر دې چې یاغیانو د بنیتو نفتي میدان ونیوه په سلگونو انسانان ووژل شوي دي. د ملگرو ملتونو سازمان د دوشنبې په ورځ (د مې میاشتې په ۲۱) یو رپوټ خپور کړ. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې یاغیانو په بنیتو کې هغه نارینه، ښځې او ماشومان وژلي دي چې د ښار روغتون، مسجد او کلیسا ته يي پناه وړی وه.

په جنوبي سوډان کې د رویترز خبري آژانس د ملگرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د دفتر په حواله لیکلي دي چې «د ملگرو ملتونو د بشري حقونو سازمان تایید کړې ده چې یاغیانو ملکي کسان د هغوی په پټنځایونو کې د قومیت او ملیت تر تشخیص وروسته وژلي دي.»

تیر کال د دسمبر په میاشت کې د جنوبي سودان د ولسمشر سالوا کییر، او د هغه د مرستیال ریک ماشار ترمنځ د قدرت پر سر اوږده جگړه خپل اووج ته ورسیده. دغه دواړه پخواني سیاستوال بیلابیلو قبیلو پورې تړاو لري. کییر «دینکا» د قبیلې پورې اړه لري او ماشار بیا د«لو نوئر» قبیلې څخه دی.

د دغو دوو قبیلو دښمنې ډیره پخوانې سابقه لري، له همدې امله د دغو دواړو سیاستوالو تر منځ سیاسي اختلافات په یوې ډیرې ژورې قومي شخړی بدل شو.

اټکل کیږي چې د دغو دواړو ښکیلو خواو د پلویانو تر منځ د شخړو او جگړو په ترڅ کې تر اوسه پوری تر ۱۰۰۰۰ ډیر انسانان وژل شوې او د یو میلیون په شاوخوا کې خلک د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

جنوبي سودان د ۲۰۱۱ میلادي کال د جولای میاشتې راهیسي خپله خپلواکي اعلان کړی ده. د ملگرو ملتونو سوله ساتي دفتر د اپریل د میاشتې د ۱۵ او ۱۶ نیټو هدفي او قومي وژنې او د بنیتو له راډیو څخه د نفرت خپرونکو بیانونه غندلي دي.

د ملگرو ملتونو د سوله ساتي دفتر له خوا په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي دي: «په داسې حال کې چې د یاغیانو یو شمیر قوماندانان د روغې جوړی په هڅه کې دي، یو شمیر نور بیا د رسنیو له لاری کرکه خپرونکې خبری کوې او وايي چې د مخالف لوري قومي ډلې باید له بنیتو څخه وایستل شي او آن د یوې قبیلی له سړو څخه غوښتل شوې دي چې د بلې قبیلې پر ښځو دې د زور زیاتي ترڅنگ جنسې تیری وکړي.»

د ملگرو ملتونو سازمان وايي چې یوازی د ښار په مسجد کې ۲۰۰ تنه وژل شوې دي او ۴۰۰ تنه نور بیا ټپیان دي. دغه سازمان زیاتوي چې د قبایلي وگړو تر څنگ په دارفور کې هم یو شمیر کسان وژل شوي دي.

د ملگرو ملتونو د سوله ساتي سازمان مامورین پر دې تونیدلي دي چې په روغتون او نورو برخو کې د ۵۰۰ تنو ژوند وژغوري او د په زرگونو هغو انسانانو حفاظت وکړي چې د ملگرو ملتونو سازمان مقر ته د ځان رسولو په هڅه کې ول.

اوس مهال تر ۱۲۰۰۰ ډیرو انسانانو په بنیتو کې د ملگرو ملتونو د دفتر ودانۍ ته پناه وړی ده. د ملگرو ملتونو سازمان په ټول جنوبي سودان کې په لسگونو زرو انسانانو ته په خپلو مرکزونو کې پناه ورکړې ده. په جنوبي سودان کې په زرگونو سوداني پناه غوښتونکي د یاغیانو د وسله والو بریدونو له گواښ سره مخامخ دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب