1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي ډله ييز قبر موندل سوی

دویچه ویله/ نجیب الله زیارمل۱۳۹۳ آذر ۲۷, پنجشنبه

په سوره کي فعالان وايي چي په «دير الزور» ولايت کي ډله ييز قبر ميندل سوی دئ. د دوی په خبره په دغه قبر کي چي تر ۲۳۰ زيات انسان پراته دي، په الشعيطات سني قبيلې پوري اړه لري چي د «اسلامي دولت» ډلي له خوا وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1E6bo
انځور: picture-alliance/AP Photo/Hussein Malla

د سوريې د فعالانو د معلوماتو له مخي په سوريه کي د «اسلامي دولت» ډلي له خوا د وژل سوو انسانانو داسي ډله ييز قبر کشف سوی دئ، چي تر ۲۳۰ زيات انسانان پکښي ښخ سوي دي.

د سوريې د بشري حقونو د څارني ادارې ويلي دي چي په دې سره د سږکال په دوبي کي د هغو قربانيانو شمېر زيات سوی چي د «اسلامي دولت» ډلي له خوا له عراق سره په سرحد کي د سوريې په «دير الزور» ولايت کي وژل سوي دي. د دوی په خبره دغه شمېر اوس ۹۰۰ انسانانو ته رسيږي.

دغه ډله ييز قبر د وژل سوو کسانو د کورنيو د غړو له خوا د «دير الزور» ولايت په ختيځ کي په يوه دښت کي موندل سوی دئ.

د فعالانو د معلوماتو له مخي په دغه قبر کي د ښخ سوو انسانانو ډېری ملکيان دي. دا هم روښانه سوې ده چي د دوی ډيری اعدام سوي دي.

په دغه ولايت کي د الشعيطات سني قبيلې په سوونو انسانان وايي چي د کورنۍ غړي ئې ورک دي. الشعيطات سني مسلمانان دي چي د «اسلامي دولت» ډلي مخالف دي. افراطي ډلي اسلامي دولت د دغي قبيلې چي د عراق په شمال ختيځو سیمو کي پراته په سونو انسانان په غچ اخيستونکو يرغلونو کي وژلي دي.

اسلامي دولت ډلي اعلان کړی دئ، چي هغه څوک چي د دوی پروړاندي دريږي وژل کيږي به. دغي ډلي دغه راز په عراق کي د يزيدانو پر وړاندي هم سخت زورزياتی وکړ او لا روان دئ.

دوی په عراق کي يزيدانو ته اعلان وکړ، چي يا به مسلمانان کيږي يا وژل کيږي. دغي افراطي ډلي د يزيدانو په سوونو نارينه ووژل او ښځي ئې له ځانونو سره بوتللې.

اسلامي دولت ډله اوس د سوريې په شمال او ختيځ کي او دغه راز په عراق کي ډېري سمي په خپل کنترول کي لري.

په لندن کي د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان د سوريې «د معتبرو سرچينو» په حواله په دغه هيواد کي د بشري حقونو په اړه راپورونه خپروي.

دغه سازمان چي د سوريې د واکمن بشارالاسد له مخالفانو سره اړيکي لري د دغه هيواد د يوې پراخي معلوماتي شبکې څخه خپل راپورونه راټولوي.

خو په سوريه کي د کورنی جنگ په سبب تر اوسه پوري د خپلواکو سرچينو له خوا دغه شان خبرونه تائيد سوي نه دي.