1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سدني کي يوه وسله وال ۳۰ کسان يرغمل کړي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آذر ۲۴, دوشنبه

په سدني کي د ترور د خطر زنگ وهل سوی دئ. يو نا معلوم وسله وال د دغه ښار په مرکزي برخه کي په يوه کېفې ننوتلی او څو تنه ئې يرغمل کړي دي.

https://p.dw.com/p/1E47q
انځور: dpa

د استراليا په سدني ښار کي يوه يا ډېرو وسله والو په يوه کېفې (د کافي څښلو ځای) کي يو شمېر خلک يرغمل کړي دي. د دغه کافي څښاک ځای په يوه کړکۍ کي يو تور بيرغ پورته سوی چي په سپين خط عربي ورباندي ليکل سوې ده.

په استراليا کي د تروريستي چارو کار پوه گريگ بارتون، وايي چي دغه کار د داسي چا له خوا سوی دی چي مسلمان دی.

تازه معلومات: په سدني کي لسم تلويزيوني چينل (Channel 10) د معلوماتو له مخي يرغمل نيوونکي د «اسلامي دولت» بيرغ پورته کړی دئ، او د دغه هيواد له لومړي وزير توني ابوت سره يې تليفوني خبري کړي دي. يرغمل نيونکي ويلي دي چي دوه بمونه په دغه کېفي کي ورسره دي او د ښار په دوو نورو ځايونو کي ئې چاودېدونکي مواد پټ کړي دي.

دغه کېفې د سدني ښار په زړه، هغه ځای کي ده چي شاوخوا ټول تجارتي مرکزونه او ستر پلورنځايونه موقعت لري.

دغه ځای د په سوونو پوليسو له خوا کلابند سوی دئ، او سيمي ته ورتلونکي لاري ټولي بندي سوي دي.

پوليسو ويلي دي چي له يرغمل نيوونکو سره ئې تليفوني خبري کړي دي. په سدني کي د پوليسو مرستيالي کاترينا بورن، ويلي دي، چي يرغمل نيوونکي ۳۰ کسان يرغمل کړي دي.

لږ دمخه د استراليا تلويزيون داسي انځورونه خپاره کړل، چي پکښي د يرغمل سيمي ته نژدې دوو ښځو پر سړ باندي ځغاستل، داسي اټکل کيږي چي دوی به د يرغمل نيوونکو له منگلو ځانونه ژغورلي وي.

دغه ځوانه ښځي تښتېدلې ده. څلور نوري هم له يرغمل نيوونکو څخه تښتېدلي دي
دغه ځوانه ښځي تښتېدلې ده. څلور نوري هم له يرغمل نيوونکو څخه تښتېدلي ديانځور: Reuters/J. Reed

تلويزيونونو داسي انځورونه ښوولي دي چي له دغه کېفې څخه درې تنه د تښتي په حال کي ښوول کيږي.

دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي دغه وسله وال څه غواړي.