1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په خيبر ايجنسۍ کې ۳۴ ياغيان وژل شوي دي»

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۷, چهارشنبه

د پاکستاني چارواکو په وینا د افغانستان پولي ته څیرمه قبایلي سیمه کې هوایي بریدونو ۳۴ یاغیان وژلي دي. خو ځایي اوسیدونکي بیا د دغو کسانو شمیر۲۰ تنه ښيي. بمبارۍ په تیراه دره کې شوي دي.

https://p.dw.com/p/1EsgJ
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

د پاکستان د پوځ له خوا د چهارشنبي په ورځ (۲۰۱۵م کال د مارچ ۱۸مه) په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې جنگي جېټ الوتکو په تیراه دره کې په «دقیقو بریدونو» کې د ياغيانو مورچلونه بمبار کړي دي.

د پاکستان پوځ یوه چارواکي له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «د ترهگرو پر ضد د عملیاتو د پیلیدو پر مهال ځایي خلکو خپل کورونه پرېيښي دي.» یوه بل تن چارواکي ویلي دي چې وژل شوي کسان د تحریک طالبان پاکستان او د هغې د ملاتړي ډلي لشکر اسلام غړي دي.

د پوځ له خوا په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي دي چې د خیبر ایجنسۍ په تیراه دره کې په دقیقو هوایي بریدونو کې ۳۴ یاغیان وژل شوي دي.

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په عین وخت کې پاکستاني طالبانو د چهارشنبې په ورځ د واکمن گوند پاکستان مسلم لیگ (ن) گروپ د سیمه ییز مشر د وژلو پړه پر غاړه اخیستې ده.

د طالبانو ویاند ویلي دي چې ترمخه یې د خیبر پښتونخوا ایالت د پخواني واکمن گوند عوامي نیشنل پارټي، غړي په نخښه کړي دي. دغه ویاند زیاته کړې ده، چې اوس پاکستان مسلم لیگ (ن) غړي د دوی په لېست کې دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي دي چې داسي قوي نخښي نښاني موجودې وې چې د بریدونو پر مهال د پاکستاني طالبانو مشر مولانا فضل الله هم په دغه سیمه کې موجود وو.

رویټرز خبري آژانس په قبایلي سیمه کې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي دي چې ۲۰ وسله وال چې په تیراه دره کې یې پنا اخیستې ده وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې د سیمي اوسیدونکو دمخه لا له دغه ځايه وتلي دي.

د سه شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پیښور ته څیرمه د شکیل آفریدي، مدافع وکیل سمیع الله آفریدی وژل شوی دی. شکیل آفریدی هغه څوک دی چې ویل کیږي د امریکا متحدو ایالاتو د استخباراتي ادارې CIA له مخبرانو سره یې د القاعدې شبکي مشر اسامه بن لادن په موندلو کې مرسته کړې وه.

د پيښور پولیسو د وینا له مخي سمیع الله آفریدي د سه شنبې په ورځ ناوخته هغه مهال ووژل شو تر پیښور دباندي خپل کور ته روان وو.