1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تگزاس کي د اسلام د پيغمبر د کاريکاتورونو پر نندارتون يرغل

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۴, دوشنبه

دوو نامعلومه وسله والو د امریکا متحدو ایالاتو په ټیکساس ایالت کې پر هغي غونډي باندي فیرونه کړي دي چې د اسلام د پیغمبر د کاریکاتورونو په هکله جوړه شوې وه. د رپوټونو له مخې د پولیسو په ډزو دواړه برید کوونکي وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1FJYu
انځور: Reuters/Mike Stone

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د متحدو ایالاتو په ټیکساس ایالت کې هغه دوه شکمن کسان په ډزو وژل شوي دي چې د اسلام د پیغمبر د کاریکاتورونو په هکله پر جوړي شوې غونډې یې برید کول غوښتل.

ځايي امنیتي چارواکو د WFAA په نوم ځایي تلویزون ته ویلي دي چې په لومړي سر کې دواړه برید کوونکو د ډالاس په اطرافو گارلنډ کې تر ودانۍ دباندي پر پولیسو فیرونه کړي دي. ويل شوي دي چې په دغو ډزو کې لږ تر لږه دوه تنه ټپیان شوي دي چې یو پولیس هم پکښې شامل دی. د پولیسو په ځوابي ډزو کې دواړه برید کوونکي ویشتل شوي او وژل شوي دي.

په دغه ودانۍ کې «د آزادۍ د دفاع له پاره امریکایي نوښت» یا (AFDI) د اسلام د پیغمبر د کاریکاتورونو په هکله یوه غونډه جوړه کړې وه. ویل شوي دي چې له ټولی نړۍ څخه دغه غونډې ته ۳۵۰ کاریکاتورونه ورلیږل شوي ول.

د دغي ټولني يوې بنسټ ایښودونکو پامېلا گېلر، د ټویټر ټولنیزي شبکې په لنډ پیغام کې لیکلي دي: «پر پولیسو فيرونه شوي، دوه یرغل کوونکي وژل شوي دي. د بیان د آزادۍ له پاره زموږ په غونډه کې د احتمالي چاودیدونکو توکو په هکله د بمي کارپوهانو انتظار کوو.» هغې زیاته کړې ده چې دغه فیرونه «د نظر څرگندولو پر ضد جگړه ده.»

په دغه غونډه کې ښي اړخه هالنډي ولسپال سیاستوال گیرت وېلدر، هم گډون درلود. هغه تر دغه برید لږ دمخه دغي غونډي ته وینا وکړه. پولیسو دغه ودانۍ اوس خالي کړې ده.

ويل شوي ده چې پولیس د ودانۍ چار چاپیره سیمه کې د هغو موټرو چې په احتمالي توگه پکښې چاودیدونکي توکې ځای پر ځای شوي وي، پلټنه کوي. د ناتائید شوو رپوټونو له مخې د غونډي ځای ته نزدې کېدای شي چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کړل شوي وي. ويل شوي دي چې یو سوپر مارکیټ یا پلورنځی هم خالي کړل شوی دی.

خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې دغه یرغل په فبرورۍ میاشتې کې په کوپنهاگن کې د اسلام د پیغمبر د کاریکاتور د ترور هڅې ته ورته وه، چې یوه ۲۲ کلن ځوان دوه کسه ووژل.

د کوپنهاگن تر پیښي لږ دمخه د روان میلادي کال په جنورۍ میاشتې کې په پاریس کې پر طنزي مجلې «چارلي ابدو» چې د اسلام د پیغمبر کاریکاتور یې خپور کړی وو او یوه سوپر مارکیټ باندي د تندلارو اسلامپالو برید ۱۷ تنه ووژل.