1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تونس کي سوله ييزي پارلماني ټاکني

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آبان ۵, دوشنبه

د عربي پسرلي تر پيل څلور کاله وروسته تونس يو نوی پارلمان ټاکلی دئ. ډيری داسي فکر کوي چي دغه ټاکني د اسلام او آزادي غوښتونکو ترمنځ انتخاب وو.

https://p.dw.com/p/1DcXR
انځور: picture-alliance/dpa

تر اوسه لا ټولي رايي شمېرل سوي نه دي، خو سيکولارانو ويلي دي چي خپله بريا ويني. د ستر سيکولار گوند «نداء تونس» مشر الباجي قائد السبسي، د پکشنبې په ماښام د ژورناليستانو په مخکي ويلي دي: «موږ مثبت خبر لرو چي د نداء تونس گوند به تر ټولو بريالی وي.»

هغه زياته کړه: «موږ هغه وخت د پايلو په اړه خبري کولای سو، کله چي رسمي اعلان سي، خو مثبتي نخښي نښاني سته چي موږ تاسي ئې په رضايت او فخر سره قبلوو.»

النهضه اسلامي گوند چي تر اوسه پوري په پارلمان کي تر ټولو پياوړی گوند وو محتاطانه خبره کړې. هغوی ويلي دي چي نه غواړي د پايلو په اړه احتمالي نظر ورکړي. دغه دواړه گوندونه د پارلمان د ۲۱۷ چوکيو له پاره د علاقې وړ گوندونو په توگه په ټاکنو کي سيالي کوي.

د ټاکنو کمېسيون ويلي دي چي لومړۍ پايلي به نن د دوشنبې په ورځ د ورځي په اوږدو کي اعلان کړي، د دغه کمېسيون د شمېرو له مخي په دغو ټاکنو کي په لومړي وار ۶۰ سلنه رايو ورکوونکو گډون کړی وو چي دا تر څلور کاله مخکي ټاکنو په پرتله ډېر ښيي.

د آلمان او امريکا له خوا ستايل

د شمالي افريقا د دغه هيواد مشري د روان ميلادي کال له پيل راهيسي د لومړي وزير مهدي جمعه په مشرتوب مسلکي کسان کوي. دوی د النهضه گوند په مشرتوب حکومت ځای ناستي سول چي په دغه هيواد کي د اپوزيسيون د دوو تنو سياستوالو تر وژل کېدو وروسته استعفا کولو ته مجبوره سو.

جمعه د يکشنبې په ورځ د خپلي رايي تر ورکولو وروسته دغه ورځ «تاريخي» بللې ده. هغه د عربي پسرلي نورو هيوادونو اوسني حالت ته په اشارې سره وويل چي دغه ورځ به په سيمه کي د ځوانانو د راتلونکو اميدونو له پاره يو نوی پيل وي.

د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما د تونس ټاکني په سيمه کي د يوې نموني په شان ستايلي دي. د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير بيا دغه ټاکني د شمالي افريقا په دغه هيواد کي د ديموکراسۍ پرلور د گام اخيستلو له پاره د بنسټ ډبره وبلله.

شټاين ماير زياته کړې ده: «تونس د يکشنبې په ورځ په دغو پارلماني ټاکنو سره يو داسي مهم زيگنال ورکړ، چي په منځني ختيځ کي له استبداد څخه ديموکراسۍ ته اوښتل ممکن دي.»

د تونس د ډېروخت واکمن زين العابدين بن علی د ۲۰۱۱م کال په لومړيو کي د سترو احتجاجونو په ترڅ کي له خپله دفتره ليري سو. دا په اصطلاح د عربي پسرلي پيل وو چي وروسته بيا په سيمه کي نورو هيوادونو ته وغځېد. خو دغه پسرلی بيا يوازي په تونس کي په نسبتاً ديموکراتيکه توگه د واک د راپرځېدو سبب سو.