1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکيه کي وېښتان ارزانه کرل کيږي

دويچه ويله۱۳۹۳ بهمن ۶, دوشنبه

ترکيه اوس د هغو خلکو له پاره چي د وېښتانو رېزش لري ډېر جذاب هيواد گرځېدلی دی. په دغه هيواد کي سړی کولای سي ډېر ارزانه بيرته وېښتان وکري.

https://p.dw.com/p/1EQcE
انځور: picture-alliance/dpa

په نړۍ کي له هرو لسو سړيانو څخه د اتو دا ئې کرار کرار وېښتان تويږي. اوس يوه لاره چي نارينه ئې ډېر خوښوي هغه دا ده چي وېښتان بيرته په سر کي کرل کيږي.

د وېښتانو کرل په نړۍ کي ډير گران تماميږي. د دغه شان يوه عمليات بيه په آلمان کي په زرونو يورو کيږي، ځکه نو اوس هغه آلمانان چي غواړي وېښتان وکري ترکيې ته سفر کوي چي هلته دغه عمليات ډېر ارزانه کيږي.

دې کار ته په اول وار د نړۍ مهمو سياستوالو، سينمايي لوبغاړو او ورزشکارانو مخه کړه او پر ځان باندي ئې د وېښتانو کرل وآزمويل.

د آلمان د «شپېگل» ويب سايټ د معلوماتو له مخي په ۲۰۱۳م کال کي ۳۶۰۰۰۰ کسانو، ترکيې ته د وېښتانو د کرلو له پاره سفر کړی دئ.

شپيگل ليکي چي د دغو کسانو ډيری آلمانان دي چي د وېښتانو د کرلو له پاره ئې ترکيې ته سفر کړی دئ. ويل کيږي چي په ترکيه کي اوس د اروپا د نورو هيوادونو په پرتله وېښتان ارزانه کرل کيږي.

ترکيې ته اوس نه يوازي اروپايان، بلکي غرب شتمن هم خورا ډېر ورمات سوي دي. د راپورونو له مخي د ويښتانو کرلو په موسساتو کي اوس داسي کسان استخداميږي چي عربي ژبه ئې زده وي.

اوس په ترکيه کي نزدې ۵۰ موسسې د وېښتانو د کرلو په برخه کي فعاليت کوي. ويل کيږي چي دغه موسسې خپلو مشتريانو ته ډېر ښه خدمات وړاندي کوي.

خو داسي ويل کيږي چي د دوی يو شمېر ئې بيا به له خپلو مشترانو څخه سواستفاده هم کړې ده.