په تاجيکستان کي پارلماني ټاکني پيل سوې
۱۳۹۳ اسفند ۱۰, یکشنبه
د مرکزي اسيا په دغه سخت اقتصادي کړکېچ کي ډوب هیواد پارلمان کي تر اوسه پوري د واکمن جمهور رئيس امام علي رحمان د «خلق ديموکراتيک گوند» له ۶۳ چوکيو څخه ۵۵ لرلې.
په دغو ټاکنو کي تر نورو گوندونو ډېر بيا د ښو پايلو تمه د «نهضت اسلامي» گوند لري، چي تر اوسه پوري په پارلمان کي دوې چوکۍ لري.
په تاجيکستان کي څلور ميليونه کسان کولای سي له اتو گوندونو څخه چي خپل کانديدان ئې وړاندي کړي دي استازي وټاکي.
د رايو ورکولو مرکزونه به د نن يکشنبې د ورځي د ځايي وخت د مازيگر تر ۴ بجو پوري پرانسيتي وي.
تاجيکستان کي چي نزدې ۸،۳ ميليونه وگړي لري اکثره ئې له بېکارۍ څخه کړيږي. د دغه هيواد ډېر وگړي د مېلمه کارگرانو په توگه تر هيواد دباندي په ځانگړې توگه روسيه کي کار کوي، څو د کورنيو اقتصادي ستونزي تر يو ځايه پوري حل کړي.
تاجيکستان د بشري حقونو د تر پښو لاندي کولو له کبله د نړيوالي ټولني تر سخت فشار لاندي دئ.
دغه هيواد چي تر اوسه پوري له تيري کورنۍ جگړې څخه درد و رنځ وړي له افغانستان څخه لوېديځ ته د مخدرو موادو د قاچقبرانو له پاره یو ترانزيتي هیواد هم دئ.