1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلوچستان کي د ځانمرگو بريدگرو د روزني فابريکې

عبدالغني کاکړ۱۳۹۳ بهمن ۸, چهارشنبه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې داسي پټ روزنیز مرکزونه کشف شوي دي، چې ترهگر پکښي کوچني هلکان تر مغز پرېوللو وروسته، ځانمرگو بریدونو ته تیاروي.

https://p.dw.com/p/1ESBh
انځور: AP

د معلوماتو پر بنسټ د روزنیز پروگرام تر بشپړېدو وروسته، ترهگر دغه هلکان پر پاکستان سربیره په گاونډیو هیوادونو افغانستان او ایران کې پر مشخصو هدفونو باندي د بريدونو له پاره دغو هیوادونو ته استوي.

د ترهگرو په دغو روزنیزو کمپونو کې په لسونو روزل شوو ځانمرگو بريدگرو پر مختلفو ځایونو ځانمرگي بریدونه کړي دي، چې په سونو انسانانو ته يې مرگ ژوبله اړولې ده.

په کوټه کې د دویچه ویله د اردو څانگي د خبریال په حواله د بلوچستان په جنوب لویدیځ او شمال ختیځو سیمو( پښین کچلاک، سیگي کلۍ، لمړان کلۍ، یارو، هرنائې زیارت، قلعه سیف الله، ږوب، توبه اڅکزيي، نوشکي، مستونگ، چاغي او تفتان) په مختلفو برخو کې د ترهرگرو ۱۱ پټ روزنیز مرکزونه شته.

په دغو مرکزونو کې هلکانو ته د ځانمرگو بریدونو او نورو ترهگریزو يرغلونو په برخه کې روزنه ورکول کیږي.

د تښتول شوو هلکانو د مغزو پریولل

په دغو هلکانو کې داسي هم شته چې له مختلفو سیمو څخه تر تښتول کیدو وروسته دغو روزنیزو مرکزونو ته راوړل کیږي. دغو ماشومانو ته د دریو مختلفو ډلو له خوا د ځانمرگي بریدونو روزنه ورکول کیږي، چې یوه ډله یې افغان طالبان دي، دویمه یې په پاکستان کې د منع شوي تحریک طالبان پاکستاني الاحرار ډله ده، او دریمه یې د جیش العدل ډله ده چې په ایران کې فعاله ده.

د پښین ولسوالۍ په لمړان کلي کې د ترهگرو دوه پټ روزنیز مرکزونه موجود دي. په دغو مرکزونو کې په لومړي پړاو کې د ماشومانو مغز پریولل کیږي او وروسته بیا دوی د ځانمرگو بریدونو د روزني له پاره سیگي کلي او گانگلزئې کلي ته چې په نیو پهاړ خان باندي مشهور دي انتقالیږي.

د سرچینو په حواله د فضل په نوم د ترهگرو یو قوماندان د نیو پهاړخان په کلي کې روزل شوو هلکانو ته ځانمرگي واسکټونه او نور چاودیدونکي توکي برابروي. وروسته بیا دغه روزل شوي کسان شمالي وزیرستان او افغانستان ته لیږدول کیږي.

د پښین په اطرافي سیمه لمړان کې دوه هلکان عبدالقدیر او نعمت الله هم په دغو کمپونو کې روزل شوي ول چې وروسته بیا په شمالي وزیرستان کې د «وانا» په سیمه کې په ځانمرگو بریدونو کې و کارول شول.

د خوشبخته محمد حنیف آزادیدل

د کربلا کلي یو استوگن عظمت الله دویچه ویله ته وویل چې د هغه یو خپل محمد حنیف چې ۱۹ کلن دی هم ترهگرو د روزني له پاره خپل کمپ یا روزنیز مرکز ته انتقال کړی وو، چې وروسته بیا د قومي سپينږیرو او مخورو په کوښښونو سره بيرته خپل مور او پلار ته وسپارل شو. عظمت الله وویل:

«زما خپل محمد حنیف په سیمه ییز ښوونځي کې زده کړي کولې. ترهگرو د هغه مغز ورپرېولی او وروسته يې د پښین په شاوخوا سیمه کې خپل روزنیز مرکز ته انتقال کړ. په دغه سیمه کې د«زین» په نوم یو ترهگر قوماندان هغه ته د ځانمرگي برید په برخه کې روزنه ورکړه. هغه څو ورځي ورک وو. خو کله چې موږ پوه شو، نو زموږ قومي مشرانو له ترهگرو سره اړیکه ونیوله او د هغوی د هڅو په پایله کې محمد حنیف آزاد شو.»

د بلوچستان د کچلاک په سیگي کلي، حبیب زي کلي، قلعه عبدالله او توبې په مختلفو برخو کې د ترهگرو پټ روزنیز مرکزونه موجود دي. په دغو مرکزونو کې د ځانمرگي بریدگرو تر څنگ نورو ترهگرو ته د چرکي جنگ په برخه کې هم روزنه ورکول کیږي. له دغه ځای څخه روزل شوې جنگیالي بیا افغانستان او وزیرستان ته استول کیږي.

څو کاله دمخه په پاکستان کې د اسلامي آیډیالوژۍ شورا پر مشر مولانا محمد خان شیراني هم په دغو مرکزونو کې د روزل شوو کسانو له خوا ځانمرگی برید وشو. د دغه برید په پایله کې ۶ تنه ووژل شول، خو مولانا شیراني ته زیان و نه رسېد.

د روزنیزو مرکزونو پر وړاندي عملیات

یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط دویچه ویله ته وویل چې په بلوچستان کې د ترهگریزو فعالیتونو په برخه کې په غیر عادي ډول ډېرښت راغلی دی. د هغه په خبره په پيښور کې پر «آرمي پبليک سکول» باندي تر برید وروسته د ترهگرو پر وړاندي تر وزیرستان وروسته تر ټولو زیات عملیات په بلوچستان کې کیږي.

حکومت د ترهگرو پرضد عملياتو ساحه ارته کړې ده. د دې تر څنگ هڅه کیږي چې په ښاري سیمو کې د ترهگرو د روزنیزو مرکزونو پر وړاندي د عملیاتو په برخه کې د سیمه ییزو خلکو اعتماد او ملاتړ بايد ترلاسه شي، څو عام خلکو ته زیان ونه رسیږي.

د بلوچستان په بلوچ میشته ولسوالیو نوشکي، چاغي او دالبندین کي د ترهگرو درې روزنیز مرکزونه موجود دي، چې هلکانو ته د ځانمرگي بریدونو روزنه ورکول کیږي. دلته تر روزل کیدو وروسته دغه هلکان په بلوچستان کې له افغانستان سره پر پوله ښوراوک له لاري د افغانستان نورو سیمو ته استول کیږي.

د بلوڅانو په ملاتړ فعال ترهگريز مرکزونه

د سرچینو په حواله د دالبندین په گردي جنگل او چاغي سیمو کې هم د ترهگرو په روزنیزو مرکزونو کې ډیر ترهگر د وران کارو فعالیتونو په برخه کې پټ روزل کيږي. د بلوچستان د آزادۍ له پاره جگړه کوونکي منع شوې ډله د دغو ترهگرو ملاتړ کوي.

بلي خوا د ایران د تفتان او پنجگور په سرحدي سیمو کې هم د ترهگرو روزنیز مرکزونه موجود دي. له دغو مرکزونو څخه د جیش العدل ډله روزل شوي ځانمرگي بریگر د خپلو موخو ترلاسه کولو له پاره د ایران بلوچستان سیمو ته انتقالوي.

په بلوچستان کې د ترهگرو د روزنیزو مرکزونو په هکله د حکومت دریځ معلومولو له پاره دویچه ویله هڅه وکړه د بلوچستان د حکومت ویاند جان محمد بلیدي او د کورنیو چارو سکرتر اکبر حسین دراني سره خبري وکړي، خو تر ډیرو هڅو وروسته بریالي نه شول.

په کوټه کي چاودني
په کوټه کي چاودنيانځور: Abdul Ghani Kakar
د بلوڅانو غورځنگ
د بلوڅانو غورځنگانځور: DW/Abdul Ghani Kakar